طالبان: مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري؛ د ولس استازیتوب نه کوي

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, ‌بي بي سي

وسلوالو طالبانو ویلي، د راتلونکې جمعې پر ورځ په کابل کې ترسره کېدونکې مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د افغان ولس استازیتوب هم نه کوي. خو د افغانستان حکومت وايي، د سولې راتلو او تاوتریخوالي کمېدو لپاره په بیړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل اړین وو، چې د طالبانو د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه بحث وشي.

طالبانو چارشنبه رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، له امریکا سره د دوی له خپلمنځي تړون وروسته اوس دا هېواد سولې او د افغانانو ترمنځ خپلمنځي پوهاوي ته اړتیا لري، او ښکېلې غاړې باید په دې چاره کې خنډونه جوړ نه کړي.

طالبان وایي، امکان لري چې افغان حکومت له دې مشورتي لویې جرګې نه د سولې او د افغان ولس د هیلو پر ضد ګټه پورته کړي. دا ډله همدا راز وایي چې یاده جرګه قانوني حیثیت نه لري، ځکه چې، د دوی په وینا، پخپله افغان حکومت قانوني حیثیت نه لري.

د جرګې په اړه د افغان حکومت دریځ:

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، دی د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو د بښلو یا خوشي کولو واک نه لري چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، او له همدې کبله یې مشورتي لویه جرګه رابللې چې د دې کسانو برخلیک په اړه سلا مشوره وکړي.

د دغې جرګې د جوړوونکي کمېسیون غړي معصوم ستانکزي خبریالانو ته وویل، د طالبانو دغه ۴۰۰ پاتې بندیان په ۵ کتګوریو وېشل شوي، چې د خوشي کولو واک یې له ولسمشر سره هم نه شته.

نوموړي زیاته کړه: "په ۴۰۰ کسانو کې داسې ګومان کېده چې بهرنیان به هم پکې وي. په تېرو دوو میاشتو کې یوه ژوره څېړنه وشوه، چې دا کسان تفکیک کړي. په دې ۴۰۰ بندیانو کې بهرني وګړي نه شته."

ده وویل، په دې بندیانو کې په اعدام محکوم مجرمان، تښتوونکي، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، د حق العبدي دوسیو مجرمان او د افغان دولت او نورو هېوادونو د تور لېست ځینې کسان هم شته.

ښاغلي ستانکزي وویل، د جرګې ګډونوال به ددغو بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

د افغانستان ولسمشر دوه ورځې وړاندې د پارلمان له غړو سره ولیدل او د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت ښودلی و.

نوموړي ویلي وو، په داسې حال کې چې ملي شورا شته، د لویې جرګې رابلل "ناقانونه" دي.

د جرګې ګډونوال او لګښتونه:

د افغانستان حکومت وايي، مشورتي لویې جرګې ته له ولایتونو د ګډونوالو راتلو لړۍ پیل شوې ده چې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه بحث وکړي.

په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ دا جرګه خپل کار پیل کړ چې ګډونوال یې د دوه کاله مخکې مشورتي لویې جرګې غړي دي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون، له نړیوالې ټولنې هېچا هم د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دې جرګې ته د افغانستان له بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۲۰۰ ګډونوال راغوښتل شوي دي.

د جرګې په ګډونوالو کې به افغان چارواکي هم ګډون ولري.

که څه هم تر اوسه د دغې جرګې د مالي لګښت په اړه رسماً اعلان نه دی شوی، خو د مخکېنۍ مشورتي لویې جرګې لګشت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر و.

د دغې جرګې د دارالانشاء مشر عبدالسلام رحیمي خبریالانو ته وویل، ولسمشر ځکه په دې حساس پړاو کې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو هوډ وکړ، چې د بین الافغاني خبرو ځنډېدل هره ورځ افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدولامل ګرځېدلی دی.

نوموړی وايي، دا جرګه ځکه په بیړه جوړېږي، چې د سولې بهیر یوې پاموړ پایلې ته ورسېږي او د افغان دولت مذاکراتي ډله به په جرګه کې له هرې کمېټې سره په اړیکه کې وي چې په مستقیم ډول د هرې کمېټې په غوښتنو پوه شي.