ملي امنیت: د داعش خراسان څانګې د استخباراتو مشر مو وژلی

د افغانستان ملي امنیت ادره وايي، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسوول یې په یوه برید کې وژلی دی.

د ملي امنیت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه کس ضیاءالرحمن نومېد، چې په اسدالله اورکزي مشهور و او له ډېورنډ کرښې هاخوا د اورکزو سیمې اوسېدونکی و.

ملي امنیت د یاد کس وژل کېدو د ځای ځایګي په تړاو څه نه دي ویلي، خو هلته په ننګرهار کې چارواکي وايي، نوموړی په جلال آباد ښار کې نن شنبه د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژل شوی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، اورکزی د داعش د رهبرۍ له مهمو غړو يو و چې نن ماښام شپږ بجې جلال آباد ښار ته نژدې خالص فاميليو سيمه کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت په اعلامیه کې ادعا شوې چې وژل شوی کس د سیمې له یوه هېواد سره د داعش ډلې د اړیکو مسوول و.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې نوموړي په افغانستان کې پر ملکي او نظامي کسانو او غونډو د بریدونو مسوول و.

ملي امنيت ادارې د سږ کال لومړیو کې ویلي و چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی یې چې په اسلم فاروقي مشهور دی، نيولی دی.

ملي امنیت هغه مهال په یوه اعلامیه کې ویلي و چې اسلم فاروقي د خيبرپښتونخوا د اورکزيو سيمې اوسېدونکی دی چې د دغه ډلې د خراسان برخې مشري يې پر غاړه لرله.

داعش ډله افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمېر سیمې "خراسان ولایت" بولي او له همدې امله په افغانستان کې د دغې ډلې غړي "د خراسان داعش" بلل کېږي.

د داعش خراسان ډلې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د فعالیت پیل اعلان کړی و.