تخار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې پر نجلۍ جنسي تېری

    • Author, زلمی اشنا
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې سیمه ییز چارواکي او د بشري حقونو کمېسون وایي، د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې څو وسلوال یوه کور ته ننوتلي، دوه نجلۍ یې له کور ایستلې او پر یوه یې جنسي تېری کړی دی.

د خواجه غار ولسوال د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، دغه پېښه د طالبانو ولکې لاندې سیمه کې شوې او ادعا کوي چې تېريګر طالبان دي:

"درې شپې مخکې درې وسلوال طالبان یوه کور ته ننوځي، دوه نجونې له کور باسي. یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د ګاونډي کور ته تښتېدلې، خو پر ۱۴ کلنه یې د پلار او مور په مخ کې جنسي تېری کړی دی."

په شمال ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون ځايي چارواکو پېښه منلې.

په سیمه کې د دغه کمېسون مشر حفیظ فطرت بي بي سي ته وویل د دغو نجونو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

"دې ۱۶ کلنې نجلۍ چې زه یې نوم نه شم اخیستی، له طالبانو سره لانجه کړې، لاس او ګریوان شوي سره، د دې نجلۍ ويښتان شلېږي، طالبانو دا نجلۍ وهلې. دا نجلۍ اوس له روحي او رواني پلوه سخته ځپل شوې ده. هغه بله ۱۴ کلنه نجلۍ د تیري په وخت بېهوښه شوې هم ده. دا ریښتیا ده. دا قضیه موږه ثبت کړې. دا نجونې خپلو کورونو کې دي، خو موږ دا قضیه څارو. "

طالبان څه وایي؟

په ورته مهال طالبان د خپلې ولکې سیمه کې دا پېښه مني؛ خو وايي عاملان یې طالبان نه، بلکې عام وګړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، د دغې پېښې عاملان یې نیولي او محاکمه به یې کړي.

"دا غلط رپوټ دی، د طالبانو له لوري د چا په کور او نجونو تېری نه دی شوی. دا شخصي قضیه ده، پېښه زموږ په ساحه کې شوې، خو عاملان یې طالبان نه دي. عام خلک دي. نیول شوي، محاکمه به شي. "

دا پېښه د خواجه غار له مرکز ۱۵ کیلومټره لرې په یوه کلي کې شوې ده.

د مخابراتي پوښښ نه شتون له امله و نه توانیدو چې د دغو نجونو له کورنیو سره خبرې وکړو، خو د بشري حقونو کمېسون وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په تېره تخار ولایت کې وسلوال پر وړه نجلۍ جنسي تېری کوي.

د افغانستان دانساني حقونو کمېسون پخوا هم بیا بیا د هغه څه له امله اندېښنه ښودلې چې د جنسي تېري ډېرېدل یې بولي.

دا کمېسون د دا ډول پېښو شمېر ډېر بولي، خو زیاتوي چې ډېری پېښو کې کورنۍ د ټولنیزو پایلو له امله خوله پټوي.

څو کاله مخکې هم د تخار یوه کلي کې وسلوالو پر یوه ۱۲ کلنه نجلۍ جنسي تېری وکړ او د هغې د کورنۍ غړو ویل، د پولیسو جامه کې شپږو کسانو دا کار وکړ.

افغانستان کې د جنسي تېري داسې قرباني کورنۍ هم کمې نه دي، چې عدالت غواړي، خو ډېری پېښو کې د پولیسو او د عدلي او قضايي ادارو د کمزورۍ له امله د دې پېښو عاملان له قانوني تعقیب سره مخ شوي نه دي.

د افغانستان د انساني حقونو کمېسون له افغان حکومت غواړي چې د جنسي تېري او ځورولو مقابل کې د ځواب کلتور دود کړي.