د پښتون مبارز باچا خان د نوې جوړې شوې مقبرې انځورونه

د نه تاوتريخوالي "عدم تشدد" سرلاری خان عبدالغفار خان په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د رنځورۍ په کټ په پېښور کې ومړ. په داسې شپو ، ورځو کې چې افغانستان کې د مجاهدينو او ډاکټر نجيب الله د حکومت ترمنځ سختې جګړې وې، د هغه د غوښتنې سره سم د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

هماغه وخت د مزار د ګُنبد او ودانۍ چارې پېل شوې، خو کورنيو جګړو يې مخه ونيوله. تېرو دوو لسيزو کې د مقبرې، کمپلکس او د موزيم د جوړېدو چارې څو ځلې پیل او وځنډېدې او په وروستيو لسو کلونو کې يې کورنۍ جوړېدو ته را وړاندې شوه، خو دا ټول کارونه همداسې نيم ودانه پاتې او چارې يې ټکنۍ وې.

تېر کال یې افغان حکومت جوړېدو ته را وړاندې او شاوخوا ۵۵ مېليونه افغانۍ يې ورته بېلې کړې.

اوس يوه حکومتي شرکت د مقبرې او کمپلکس جوړېدو چارې بشپړېدو ته نژدې کړې دي.

د سوله ییزې مبارزې سمبول باچا خان هر ځای راشه درشه درلوده.

د فکر پلويان یې وایي، جلال اباد کې يې دفن کېده د نوموړي دهغه تاريخي ليد و چې د خپل وصيت له مخې یې فکر کاوه دا ښار به د کابل او پېښور د راټولېدو دمه ځای وي.

باچا خان د پښتنو په جګړه ځپلې خاوره د نه تاوتريخوالي دود عامولو ته نږدې نيمه پېړۍ مټې بډ وهلې.

باچا خان يواځې جلال اباد کې تر مقبرې او د هغه تر وصيت ځای نه دی محدود، فکر يې په دې تنکي نسل کې هم دومره خپور دی چې هر ځای یې انځور او خبرې د بېلګې په ډول کارول کېږي.

د دې عکسونو حقونه له بي بي سي سره خوندي دي.