تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سنګین بازار پر مېله توغندیز برید لږ تر لږه ۲۳ ولسي وګړي وژلي
د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ یوه اوونیز بازار یا مېله کې د څو توغندیو لګېدو او ورپسې د یوې چاودني له کبله ۲۳ ولسي کسان مړه او ۱۵ نور ژوبلېدلي دي. د برید سیمه د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده.
په سیمه کي د تیلیفوني شبکو د نه فعالیت له کبله دا مالومول ګران دي چي توغندي د چا له خوا توغول شوي، خو افغان پوځيان پر طالبانو او وسلوال طالبان پر حکومتي ځواکونو د دې پېښي پړه ور اچوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي، نن دوشنبه سنګین ولسوالۍ کې پر یوه دودیز بازار د وسلوالو د توغندیو د لګېدو او ورپسې د موټر بم چاودني له کبله دوو وسلوالو ترڅنګ ۲۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي.
خو وسلوال طالبان وایي چې په سیمه کي مېشتو افغان پوځیانو پر یوه بازار او بازار ته څېرمه کورونو باندې توغندیز برید کړی. طالبان هم وایي چې په دې بریدونو کې لسګونو ولسي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده .
خو په هلمندۍ کې د مېشتې ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي د وسلوالو طالبانو دا ادعا ردوي او وایي، طالبانو د بازار سیمه کې چاودېدونکي توکي چمتو کول چې پرې وچاودېدل.
په سیمه کې د دې پېښې هغه عیني شاهدان چې د خپلو کورنیو ژوبلېدلي غړي یې مرکز لښکرګاه ته رسولي وایي، د سنګین بازار باندې د توغندیو لګېدو له کبله تر شلو زیات کسان مړه او نژدې دیرش نور ټپیان شوي دي .
د سنګین اوسېدونکی جانان، چي خپل څاروي یې د دې بازار مېلې ته وړي وو د پېښې په اړه وایي: "یو توغندی بازار ته څېرمه پر پله ولګېد. دویم د بازار منځ کې هغه ځای ولګېد چې لویان، کوچنیان او څاروي ولاړ وو"
د جانان په خبره د توغندیو د لګېدو پر مهال سیمه کي نه حکومتي او نه هم د طالبانو کسانو شتون درلود.
د سنګین یو بل اوسېدونکی احسان الله وایي، په نننۍ پېښه کي یې د کورنۍ درې غړي وژل شوي او څلور ژوبلېدلي دي.نوموړي وایي:
"دوه توغندي سیمه کي ولګېدل. ۲۵ کسان یې ووژل. په وژل شویو کي درې یې زما د کورنۍ کسان دي. د کورنۍ د څلورو نورو غړو حال مې نه دی راته مالوم. د دوو نوم په ژوبلو کسانو کې دی. نه پوهیږم هغه نور هم مړه شوي که څنګه".
له سیمې نه ترلاسه شوي انځورونه او ویډیو کلپونه ښیي چې ګڼ شمېر ټپیان او وژل شوي کسان د یوه انګړ په منځ کې پراته دي او په عادي ټوکرو یې ټپونه ور تړل شوي دي.
په ژوبلو او وژل شویو کسانو کې ګڼ ماشومان هم لیدل کېږي چې د ټپونو له کبله د خبرو تاب نلري.