تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: خوست کې د یوې کورنۍ د ۷ غړو قاتلین مو ونیول
وسلوال طالبان وايي، هغه دوه تنه یې نیولي چې وړمه ورځ یې په خوست کې د خپل ورور په ګډون د هغه د کورنۍ ۷ غړي وژلي وو. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا دوه کسان چې یو یې روژه ګل نومېده او بل یې زوی و، د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ونیول شول.
د طالبانو ویاند وايي د نیول کېدو پر وخت روژه ګل د تېښتې هڅه وکړه او پایله کې یې د طالبانو لخوا ووژل شو.
د ښاغلي مجاهد په خبره د روژه ګل زوی، چې له پلار سره په وژنو کې شریک و، طالبانو نیولی او محکمې ته یې سپارلی دی.
د تېرې دوشنبې پر ورځ(د جون ۱۵) د خوست اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د چراګاه او دیګانو کلي سره نږدې پر یو کور وسله وال برید شوی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي وو او دوه نور ژوبل وو.
د خوست د قومندانۍ ویاند عادل حیدر هغه مهال ویلي وو، د پېښې په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.عادل حیدر ویلي وو دې پېښې عاملین پېژندل شوي دي.
خو پرون د سې شنبې پر ورځ (د جون ۱۶) ځایي خلکو د دې کس او څلورو نورو خپلوانو کورونو ته اور ورته کړ.
له پرون راهیسې خواله رسنیو کې د دې پېښې ویډیوګانې او انځورونه لاس په لاس کېږي.
په ویډيو کې ښکاري چې خلک کورونو ته پر اور اچولو سربېره د د ودانیو ړنګولو هڅه هم کوي.
په سیمه کې امنیتي چارواکو د بي بي سي خبریال نصرت تسل ته ویلي وو، د قومي مشرانو د پرېکړې له مخې دې کورونو ته اور اچول شوی دی.
له تېرو دوه ورځو راهیسې پر خواله رسنیو هم د دې ټولې پېښې په اړه تاوده بحثونه پیل شوي دي.
ډېری خلک پر افغان حکوت نیوکې کوي چې ولې د دا ډول پېښو مخه نشي نیولی، او د پېښو عاملینو سره قانون چلن نشي کولی.
پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسان بیا د قومي جرګې لخوا په وژنه د تورنو کسانو او خپلوانو د کورونو د سوځولو پرېکړه ستایي.
دا کسان وایي، کله چې حکومت عدالت نشي تامنیولی نو بیا همدا قومي جرګې باید رامخې ته شي او دا ډول ستونزې هوارې کړي.
افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو لخوا د تورنو کسانو وژل کېدو او نیول کېدو ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی