کورونا وېروس د هرات د میناتورۍ د لرغوني هنر په هنداره کې

- Author, محمد قاضی زاده
- دنده, بیبیسی
په افغانستان کې د کورونا وېروس د خورېدو له امله د قرنطین په شپو او ورځو کې د یو شمېر هنرمندانو فعالیت هم محدود شوی، خو د افغانستان په لویدیځ کې د میناتور د ډګر ښوونکی او هنرمند عبدالناصر صوابی په یوه نوښت لاس پورې کړی.
ده پر یو شمېر هغو زړو خښتو چې د تیموري عصر له ودانیو لویدلي، د میناتورۍ داسې انځورونه کښلي چې په کې د کورونا د وبا او پر ټولنه د هغې اغېز ثبت شوی دی.
دی وايي، دا کار ځکه کوي چې د هرات د میناتورۍ لرغونی هنر د اوسنۍ زمانې له حالاتو سره وتړي. دی پر دې خښتو ظریف نقشونه رسموي، داسې نقشونه چې په کې د دې کورونایي عصر پېښې ثبت شي.

د تیموریانو د عصر پر خښتو دا تازه جوړ شوي نقشونه د هرات د پخواني نامتو انځورګر کمال الدین بهزاد شهکارونه لیدونکو ته ور په زړه کوي.
عبدالناصر صوابی پر یوه خښته د داسې یوه قهرمان انځور کښلی، چې يو لوی تور دیو یې له ځمکې پورته کړی. په دې انځور کې د اتل پر مخ شین ماسک لیدل کېږي او داسې ښکاري چې دیو دلته د کورونا سمبول دی او پر ځمکه یې راغورځوي او ماته ورکوي.

په بل انځور کې بیا یوه نجلۍ چی سرې جامې یې اغوستي په داسې حال کې ښودل شوی چې په یوه چمن کې ناسته ده، شین ماسک یې پر مخ لیدل کېږي او په لاس کې یې سور کوچنی ګل نیولی. ښاغلی صوابي وایي:
"په دې مجموعه کې زما کار د همدې تاریخي دورې په اړه دی چې ټوله نړۍ کې یې اغېز محسوس دی. یوازې موږ نه یو، خو زه چې په دې ټولنه کې اوسېږم، د خپل چاپيریال حالات ثبتوم. غواړم دا څرګند کړم چې دا ورځې د تیموري عصر طلایي ورځې نه دي."

دا چې ښاغلی صوابي څنګه د پخوا زمانې خښتې مومي او څه ډول کار پرې کوي هم په زړه پورې کیسه لري:
"څو ورځې مخکې د زیارتجاه سیمې ته ولاړم. هلته یوه خانقاده چې ویجاړه شوې وه او خښتې یې هرې خوا ته پرتې وې، څو خښتې مې له هغه ځایه واخیستې. یوه خښته مې د ابوالولید له زیارته پیدا کړه. دا د تیموري دورې خښتې دي. لومړی خښته باید د هغو توکو په وسیله چې زه یې خپله جوړوم چمتو کړم. د دې لپاره چې دا خښتې د دې قابلیت پیدا کړي چی انځور پرې وکاږم."

معمولاً د پخوانيو ودانیو خښتې چې لویږي باید بېرته پر خپل ځای کیښودل شي، ځکه دا خښتې هم د هغو ودانۍ یوه برخه ګڼل کېږي او باید بله ګټه ورڅخه وانه خېستل شي، خو چارواکي د ښاغلي صوابی کار ځکه ستایي چې وایي دی هغه خښتې کاروي، چې اوس یې اصلي ودانۍ بیخي نشته.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور د رياست مشر اریا روفیان وایي، ښایي د ښاغلی صوابی په لاس انځور شوې خښتې به موزیم ته ولېږدول شي:
"موږ په هرات کې ډېرې داسې ودانۍ لرو چې اوس یې هېڅ اثار نه دي پاتې. یوازې شاوخوا یې یو شمېرخښتې پرتې دي. لکه د ګذرې ولسوالۍ د چهلستون جامع جومات یا ځیني نورې ودانۍ. زما په اند د یوې تاریخي ودانۍ له څو داسې خښتو په دې ډول کار اخېستل چې اصلي ودانۍ یې هم نشته، ډېر ښه نوښت دی. موږ دا کار هم کولی شو چی وروسته بیا دا خښتې د هرات ملي موزیم ته ولېږدوو."

په هرات کې د غوریانو له عصره یعنې اته سوه کاله مخکې او بیا په ځانګړي توګه په نهمه هجري پیړۍ کې د تیموریانو په وخت کې ډېری ودانۍ جوړې شوي چې اوس تاریخي ارزښت لري، خو یو شمېر یې د طبیعي پېښو او جګړو له کبله ویجاړې شوې دي.










