تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتو ورځ،"د مبارکۍ تر څنګ نور باید څه وشي؟"
- Author, محمد امین کمالپوري
- دنده, -
دا رپوټ یو ځل پخوا هم خپور شوی دی.
نن د مې ۲۹ مه ده چې "د پښتو ورځ" په توګه هم یادېږي او لمانځل کېږي. د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه ډېر شوي، د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پښتو په ښه کېدو ده، که څه هم په حکومتي برخو کې که کافي نه بلل کېږي، خو پام ورته ډېر شوی ښکاري.
په افغانستان او پښتونخوا کې یو شمېر خلک دغه ورځ نمانځي او پر خواله رسنیو یې په هکله پیغامونه خپروي. پر ټويټر د #پښتوورځ او #PashtoWraz هشټاګونه هم کارول شوي، چې خلک پرې د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په اړه خپل نظرونه شريک کړي.
د افغان ولسمشر (پخواني مرستیال) امرالله صالح په یوه ټویټر پیغام کې د دغې ورځې مبارکۍ تر څنګ وايي، د مبارکۍ غوره لار د پښتو زده کړه ده.
وتلي سندرغاړي هارون باچا د پښتو ورځې د نمانځنې په پار په خپل پیغام کې د پښتون شاعر له دې ټپې پیل کړی:
''زما ذهن، زما فکر او سوچونو شاه سعوده-چې کرم راسره ته يې، چې رېبم راسره ته يې ''
نوموړي سپارښتنه کړې:
"راځئ دا نن ورځ چې "پښتو ورځ" نومول شوې، لږ تر لږه دا هوډ وکړو چې پر ټولنيزو رسنيو به خپله خبره په همدې خپلې مورنۍ او خوږه ژبه ليکو."
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ بیا پر ټویټر کې د پښتو ورځ په مناسبت د ارواښاد سيف الرحمان سليم
دا شعر پرېښی دی:
"د جومات استاد عرب دی، په مکتب کې ډيلي وال دی
يو استاذ راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ!"
د کوزې پښتونخوا د خواله رسنیو یوه کارونکي مولا خان امینزي بیا پر خپل ټویټر لیکلي، د پښتو ورځ د لمانځلو ترڅنګ په خپله خور، لور تعلیم هم مه هیروﺉ!
ده وړاندې لیکلي:
"بې ځایه غیرت مو قوم له سترو بدبختیو سره مخامخوي، په خور لور تعلیم وکړﺉ."
مقیم محسود په خپل ټویټري پیغام کې بیا پر خواله رسنیو د پښتو ژبې د ودې یو لامل، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بهیر پیل ګڼي او لیکي:
" ټويټر او په فيسبوک به مخکې چا دومره په پښتو کې ليک نه کاوه، خو کله نه چې پي ټي اېم جوړ شو، ډېرو خلکو د پښتو ليک پیل کړ او ډېرو زده هم کړه."
ليکوال او د باچا خان بنسټ او باچا خان ښوونځيو مشر خادم حسېن د پښتو ژبې د ورځې په اړه ليکلي:
"په مورنۍ ژبه خبرې کولو، ليکلو او لوستلو سره د فکر، تخليق او ابتکار لارې پرانېستلی کېږي."
دی وايي ښايي دا یو ستر لامل دی چې پښتانه یې په فکري توګه د افلاس ښکار کړي دي او دده په ټکو باچا خان بابا به ویل چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي، هغه قوم سپک شي.
ښاغلی حسین سپارښتنه کوي ، چې باید د پښتو کتابونه وپېرلی شي او ولوستل شي.
ټولنیز فعاله مریم امرخېله کوچۍ هم ورته نظر لري او وايي:
"پښتو ژبه د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې دوه کاله کې په شعوري توګه لر او بر خاوره کې دومره راژوندۍ کړه، چې پښتو تاریخ کې ساری یې کم وینم."
د بشري حقونو فعالې ثنا اعجاز بيا د پښتو په ورځ د حمزه بابا يو شعر له خلکو سره شريک کړى دى: "وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده-زه به جنت ته د پښتو سره ځم."
د پښتو ورځ هرکال د مې په ۲۹مه یا د غبرګولي په نهمه نمانځل کېږي او ویونکي سپارښتنه کوي چې په دولتي کچه باید ورته ډېره پاملرنه وشي.