د افغانستان بلخ کې د کورونا له امله ۴۰۰ کارخونو خپل کار درولی

    • Author, نجیب الله پاڅون
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په شمال کې سیمه‌ يیز چارواکي وايي، په بلخ کې د قرنطین په اوږدېدو سره په دغه ولایت کې نږدې ۴۰۰ کارخونو خپل کار درولی. دغه راز له حیرتان او اقینې بندرونو هم د سوداګریزو توکو واردات نږدې ۵۰ سلنه کم شوي.

په ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ارش یونسي وايي په دغه ولایت کې نږدې۴۰۰ کارخونو کار درولی او په ټول کې په مزار ښار کې ۸۰ سلنه کاروبار هم بند شوی.

"له لومړنیو او خوراکي توکو واردېدو پرته نورې ټولې سوداګریزې برخې تړل شوې، د ترانزیت په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره چې کوم محدودیتونه وضع شوي او همداراز د مزار ښار په قرنطین کېدو سره اوس مهال ۸۰ سلنه سوداګري ولاړه ده".

په مزارشریف ښار کې یو شمېر هټیوال بیا وايي د مارکېټونو تړل کېدل د یو شمېر پولیسو لپاره د دې زمینه برابره کړې چې د دوکانونو د پرانیستو په خاطر له دوی پیسې واخلي.

د بلخ امنیه قومنداني دغو تورونو ته د رسېدو لپارره د پنځو حوزو امرینو ته خبرداری ور کړی.

د مزارشریف متحد مارکېت یو تن هټیوال وايي"هغه پلورنځي چې د دولت له لوري تړل شوي او د قرنطین په ورځو کې د فعالیت اجازه نه لري؛ خو څښتنان یې پولیسو ته د پیسو په ورکولو سره بېرته پرانیځي او خپل توکي خرڅوي، د بلخ له سیمیزو چارواکو زما دا غوښتنه ده چې قانون په ټولو یو شان پلی کړي او د فساد د مخنیوي لپاره دغه ډول کسانو ته جزا ورکړي".

افغان حکومت له لوږې سره د مبارزې په موخه له کابل وروسته په مزارشریف کې هم د وچې ډوډۍ وېش پیل کړی.

خو یو شمېر بې وزله کورنۍ د لېمې په څېر، چې د څلور لوڼو مور ده او خاوند یې وفات شوی شکایت کوي چې په دغه پروګرام کې نه ده شامله شوې.

"په کور کې را سره څلور یتیم ماشومان اوسي د خوړو لپاره هیڅ نه لرو، د کور مشر نشته چې کار وکړي د دولت له لوري د ډوډۍ د وېش پروسه پیل شوې؛ خو زما نوم پکې نه دی لیکل شوی ځکه چې زه دلته څوک نه پېژنم او نه واسطه لرم".

د بلخ د والي مرستیال محمد صدیق توحیدي وايي اوس په مزارشریف ښار کې هره ورځ ۳۵ زره کورنیو ته وچه ډوډۍ وېشل کېږي او د فساد د مخینوي لپاره یې یوه عاجله شمېره هم فعاله کړې.

"دغه پروسه د مزارشریف ښار په دوولسو ناحیو کې روانه ده او په هره ناحیه کې د نفوسو په نظر سره نانوایانې فعالې دي چې خلکو ته ډوډۍ وېشي او د خلکو شکایتونو او ستونزو لپاره مو یوه عاجله شمېره هم فعاله کړې، چې د ضرورت په وخت کې له موږ سړه اړیکه ونیسي".

په افغانستان کې د کورونا له خپرېدو سره سم ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره په خپلو پولو محدودیتونه ډېر کړل.

د حیرتان او اقینه بندر مسوولین وايي له دغو بندرونو صادرات نه کېږي او واردات هم ترې پنځوس سلنه کم شوي. ‍‍‍

په وروستیو کلونو کې د افغان حکومت زیاته تکیه په شمالي بندرونو وه او ډېری سوداګریز توکي له ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او له چین د دغو بندرو له لارې افغانستان ته تلل.