تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو را ټولول پیل شول
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په نشه یي توکو د روږېدېدا کمولو ریاست وايي، د کورونا وېروس خپریدو له ویرې یې ښارونو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو چاره پیل کړې ده.
یاد وزارت وایي چې دوی دا کار د امنیتي کسانو په مرسته ترسره کوي.
چارواکي وايي، د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې یې یوازې د کابل ښار له لارو کوڅو کابو ۴ زره روږدي کسان ټول کړي او ښایي دا شمېر تر شلو زرو ورسېږي.
په نشه يي توکو د روږدو کسانو زر بستریز روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني بي بي سي ته وویل، د دې کسانو د ساتنې او درملنې لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي:
"موږ چې کوم چوپړونه هلته وړاندې کوو، ناروغ لومړی سکریننګ کوو، که مو دوی کې د کورونا اړوند نښې ولېدې، هغه بیا د کوویډ-۱۹ مرکز ته وړو او هلته ترې سمپلونه اخیستل کیږي که مثبت و بیا موږ خپل اجراات کوو."
هاخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰) خبرداری ورکړ، که د دغه هېواد خلک د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره قرنطین جدي ونه ګڼي، افغانستان به له لوی انساني ناورین سره مخ شي.
افغان روغتیايي چارواکي بیا بیا پر خلکو نیوکه کوي چې د حکومت له خوا وضع شوي محدودیتونه ډېر په پام کې نه نیسي.
نن هم د روغتیا وزارت مرستیال دا خبره تکرار کړه او په کابل کې یې خبري غونډې ته وویل، هغه خلک چې قرنطین نه مراعاتوي دوه انتخابه لري، یا به په کور پاتیږي او یا به روغتون یا هدیرې ته ځي:
"د روغې سټې کیلي په خپله د افغانانو لاس کې ده، که په کور پاتې شي او سخت شرایط وزغمي، نه مرو او که جدي یې ونه ګڼو له لوی انساني ناورین سره به مخ شو."
په ورته وخت کې ښاغلی مجروح وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ټول افغانستان کې ۵۸۱ مشکوکې پېښې معاینه کړې چې له ډلې یې ۲۳۲ پېښې مثبتې دي.
د ده په وینا، د ۲۳۲ مثبتو پېښو له ډلې په کابل کې ۲۰، هرات ۳۴، کندهار ۴۵ مثبتې پېښې، بلخ ۴۱، پکتیا ۱۰، غزني ۱۲، لوګر ۱۰، ننګرهار ۵، لغمان ۳ مثبتې پېښې، بادغیس ۴، فاریاب یوه پېښه، تخار ۸، کندز ۷، سمنګان ۹، پکتیکا ۲، بغلان ۵، پنجشېر ۹، پروان ۲، میدان وردګ ۴ او سرپل کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د چارواکو په خبره، له دې سره پر کوویډ- ۱۹ د اخته کسانو شمېره ۲۱۷۱ ته لوړه شوه.
ښاغلي مجروح دا هم وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې وېروس درې تنه مړه شوي او ۴ تنه بېرته رغیدلي دي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه، روغتیا وزارت له نړیوال بانک سره په افغانستان کې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د داسې سل زره بستریز روغتون د جوړولو پر پلان کار کوي چې د ده په ټکو ټولو ولسوالیو ته به وغځیږي.
دی وايي، پر دې به ۱۰،۴ میلیون ډالره لګښت راشي، چې په مټ به یې په ۳۴ ولایتونو کې ای سي او لرونکي ۱۰۸۰ بستره جوړ شي.