تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ که شرایط پلي نه شي کابل به له ناورین سره مخ شي
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن د چارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۲) په کابل کې خبري غونډې ته وویل وايي، په کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي.
د نوموړي په خبره، په کابل کې د کورونا وېروس د ډېرو ناروغانو لامل دا دی چې اوسیدونکي یې لاهم دا وېروس او د چارواکو سپارښتنې جدي نه ګڼي .
ښاغلي مایار له کابل ښاریانو وغوښتل چې د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره د دې وزارت سپارښتونو ته جدي پام وکړي.
نوموړي خپلو خبرو کې وویل، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۸۱ پېښې مثبتې وې .
د هغه په خبره، نویو پېښو کې له نیمايي ډېرې یانې ۲۸ کابل کې دي او دې سره په کابل کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۱۳ ته ورسېد:
"کابل کې په کورونا د اخته کسانوشمېر تر ټولو ولایتونو ډېر دی. ان له هرات هم لوړ، هغه ولایت چې په لومړي ځل پکې د کورونا وېروس مثبته پېښه ثبت شوه".
ښاغلي مایار هیله وښوده چې هرات په ښه لوري روان دی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې پېښې یې مثبتې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې پر ۲۸ کسانو سربېره کندهار کې ۲۲، ننګرهار کې ۶، نیمروز کې ۵، کاپیسا او هلمند کې ۴، هرات او کونړ کې درې- درې، غزني کې دوه، په پروان ،لغمان، پکتیکا او فراه کې یو یو کس په کورونا اخته شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې له تازه پېښو سره ټول افغانستان کې په کورنا د اخته کسانو شمېر ۱۱۷۶ته ورسېد.
د وحید مایار په خبره، د کوویډ-۱۹څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ تنه روغ شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې له دې وېروس د رغېدلیو کسانو شمېر ۱۶۶ ته لوړ شو:
"همدارنګه ۴ تنه له کورونا تازه مړه شوي چې دوه یې په کابل او دوه یې په ننګرهار کې دي".
په دې سره په افغانستان کې له کورنا د مړو شویو شمېره ۴۰ ته لوړه شوه.
د چارواکو په خبره، په مړو شويو کسانو کې ډېری د زیات عمر کسان دي.
په ورته وخت کې په پکتیا کې هم د کورونا تشخیصیه لابراتوار پرانېستل شو، ددې ولایت والي شمیم خان کټوازی وایي، چې له نن څخه وروسته به د پکتیا په ګډون د خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د کورونا مشکوکو ناروغانو نمونې( سېمپلونه) همدې لابراتوار ته استول کېږي او په نسبتاً کم وخت کې به یې پایلې مالومېږي.