د بندیانو خلاصون: افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درېیمه ویډیویي غونډه شوې

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د حکومت د لومړي تماس ګروپ د یکشنبې پر ورځ د طالبانو د سیاسي او زندانیانو د کمېسیون له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. دا درېیم ځل دی چې دواړه لوري د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي.

د ملي امنیت شورا پر فېسبوک پاڼه لنډه خبرپاڼه کې راغلي، طالبان به د نړیوال سره صلیب په ملاتړ خپل ټیم کابل ته لېږي، او افغان حکومت به یې په باګرام کي کوربتوب وکړي تر څو د زندانیانو پر خلاصون کار ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې افغان دولت به د کرونا د خطر له وجهي روغتیایي تدابیر نیسي.

اعلامیه زیاتوي. دواړو لوریو توافق وکړ چي، کابل ته د طالبانو د ټیم تر راتګ وروسته به مخامخ نور تخنیکي بحثونه کوي.

د ملي امنیت شورا ویلی، دا ځل هم په دې کنفرانس کي د امریکا سفارت، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال سره صلیب استازو هم حضور درلود.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو یو پلاوی دوه ورځې وړاندې کابل ته ولاړ شي او د افغان حکومت له چارواکو سره د بندیانو پر موضوع خبرې وکړي.

خو د کورونا وېروس له کبله په کابل کې لګېدلي محدودیتونه د دې سبب شول چې د سره صلیب په منځګړیتوب دا سفر وځنډېږي.

له دې وړاندې افغان حکومت د یکشنبې پر ورځ پر چې طالبانو غږ کړی و چې په لوی لاس دې سولې د بین الافغاني مذاکراتو پروړاندې خنډونه نه جوړوي.

د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر یکشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان دولت د پلاوي په ټاکلو خپل مسؤلیت ترسره کړ او په وینا یې اوس د طالبانو وار دی چې خپل پلاوی وټاکي.

خو دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې (وری، ۹) افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسيزه پلاوی اعلان کړ.

د ښاغلي عمر په خبره د افغانستان جمهوري دولت پلاوی د دې هېواد د ټولو خلکو استازیتوب کوي او د دې پلاوي په تړاو د طالبانو "ټولې پلمې" ختمې شوې دي.

دده په وینا د دې بهیر د پیلېدو پر وړاندې پلمې جوړول به "قصدي ممانعت" وي.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي:"د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم په تړاو د طالبانو دریځ په زړه پورې دی. دا داسې ده لکه چې له یوه ډلې سره د فوټبال لوبه ولرې او په دې ټینګار وکړې چې مقابل لوري ته هم زه لوبغاړي ټاکم، طالب جانه، مونږ خپل ټیم ټاکلی، تاسې هم خپل ټیم وټاکئ. اوس د لوبې د پیل وخت دی."

د ده دا خبرې وروسته له هغې راځي چې د شنبې پر ورځ طالبانو د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوي سره مخالفت وښود. دې ډلې د افغان حکومت له لوري‌ د پلاوي ټاکل له امريکا سره د شوې هوکړې خلاف بللي دي.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي او په وينا يې سولې ته د رسېدو لپاره بايد په موافقه داسې ټيم جوړ شي چې د ټولو جهتونو استازولي وکړي.

بل خوا د افغانستان پخواني ‌اجرائیه مشر عبدالله عبالله مرستيال وياند اميد ميثم دغه پلاوی ''ټوليز'' نه و بللی، خوپه کابل کې د امريکا سفارت او د سولې لپاره د امريکا ځانګړي ‌استازي زلمي خليلزاد بيا د دغه ټيم هرکلی کړی و.

خو ښاغلی عمر وايي: "په دې پلاوي کې علما شته، مدني فعالان، ښځې، د سیاسي ډلو استازي، دحکومت استازي هم پکې شته او په ټوله کې داسې یو هيئات دی چې د یو موټي او قوي افغانستان په استازیتوب به په دغو مذاکراتو کې ګډون کوي."

د ولسمشر سلاکار له طالبانو غواړي چې د ده په ټکو نور دې بهانې نه لټوي او د خبرو لپاره دې خپل پلاوی وټاکي چې مخامخ خبرې پیل شي:"موږ دا پوښتنه نه لرو چې د طالبانو په پلاوي کې به څوک وي، د چا استازیتوب به کوي، ترکیب به یې په څه ډول وي، د افغانستان د کومو قومونو او ښځو استازي او د بېلابېلو فکرونو استازي به په کې وي او که نه؟"

ښاغلی عمر زیاتوي، کله چې طالبانو خپل پلاوی وټاکه، ورسره به مذاکرات پیل شي.

د ولسمشر سلاکار وايي، که د سولې هر پړاو کې بېلابېلې بهانې ولټول شي، په دې ډول سولې ته ورتګ نه کیږي او دا به د سولې د خبرو په برخه کې قصدا خنډونه جوړ کړي. وحید عمر پر طالبانو غږ وکړ چې نورې دې په دې برخه کې پلمې نه جوړوي.

دده په خبره که د پلمو جوړولو خبره وي، دوی هم کوای شي د طالبانو له لوري د جوړېدونکي پلاوي پر جوړښت ملاحظات ولري.

د طالبانو د زندانیانو خلاصون په اړه د ولسمشر سلاکار وايي، په کم وخت کې په یو اړخیزه توګه د بندیانو خوشې کول "ناممکن" دي. دی وايي، د دواړو اړخونو لپاره د بندیانو خلاصون اوس په مشروط ډول ترسره کیږي او د سولې د اجنډا برخه ده:"د بندیانو خلاصون د دواړو اړخونو لپاره د مذاکراتو په پیلېدو پورې مشروط دي، د طالبانو لخوا د نیت ښودلو پورې تړلې، د طالبانو لخوا پرمختګ پورې تړلې او د اجنډا یوه برخه ده. دا کار به پرمخ ځي، خو ترڅنګ یې باید نور مسایل هم پرمخ لاړ شي."

په ورته وخت کې افغان حکومت ويلي، کابل ته د هغه پلاوی راتګ ځنډېدلی چی د حکومت په زندانونو کې د بنديانو پېژندنه وکړي. ټاکل شوې وه چې دا پلاوی نن شنبه د مارچ په ۲۸ کابل ته ولاړ شي.

افغان حکومت، که څه هم کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره د طالبانو د تخنيکي پلاوي د پلان شوي سفر دقیقه نېټه نه ښيي، وايي په نژدې وخت کې دغه پلاوی کابل ته ورځي.

طالبان بیا وايي، په کابل کې د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلو بندیزونو له امله د سره صليب کمېټې ترې غوښتي چې په تمه پاتې شي.

د افغان حکومت له خوا د سولې لپاره په مرکچي پلاوي کې پر پنځو مېرمنو سربېره د قومي مشرانو زامن هم شامل دي، لکه د عبدالرشيد دوستم رشيد زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور د مطلب بېک زوی متين بېک د ملا نقيب الله زوی کليم الله نقيبي دي.