د پخواني اجرائیه ریاست بودیجه نورو ادارو ته لېږدول کېږي

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د پخواني اجراییه ریاست بودیجه چې څه باندې درې سوه ميلیونه افغانۍ کېږي نورو ادارو ته لېږدوي. د پخواني اجرائیه ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ښودلی، خو یو شمېر کارکوونکي یې شکایت کوي چې د دوی معاشونه درول شوي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي د اجرائیه ریاست د لغوه کېدو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د کب له شلمې وروسته د دغې ادارې کارکوونکي د معاش او امتیاز مستحق نه دي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، پخواني اجرائیه ریاست او د وزیرانو شورا نژدې نهه سوه کارکوونکي لرل او په کال کې نژدې درې سوه ميلیونه افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه.

د دغه وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي، اوس د دغې ادارې بودیجه نورو ادارو ته لېږدوي، خو د پخوانيو کارکوونکو تنخوا يې د لغوه کېدو د فرمان تر نېټې ورکول کېږي:

خو د اجرائیه ریاست يوه پخواني کارکوونکي د دغې ادارې د کارکوونکو شمېر نږدې دوه زره کسان وښود او ويې ویل چې ځینو يې نږدې له څلورو میاشتو او ځینو نورو يې له دوو میاشتو راهیسې معاش نه دی ترلاسه کړی.

د دغه ریاست د فرهنګي چارو پخواني سلاکار حبيب الرحمن ابراهيمي وویل لا يې هم د دندې برخلیک روښانه نه دی:

ماليه وزارت وايي له اداري اصلاحاتو کمېسیون او د ولسمشرۍ د چارو ادارې په همکارۍ هڅه کوي چې د دغې ادارې د پخوانیو کارکوونکو برخلیک روښانه کړي.

له بیا بیا هڅو سره سره مو د پخواني اجرائیه ریاست د پخوانیو چارواکو نظر وانخیستلی شو.

خو له دې وړاندې د عبدالله عبدالله دفتر چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې يې رد کړې وې، د یوې اعلاميې په خپرولو سره د اجرائيه ریاست او لګښتونو په اړه يې د ولسمشر غني ټول فرمانونه او صادر شوي حکمونه بې اعتباره بللي وو.