تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني په زابل کې پر امنيتي سرتېرو برید غندلی دی
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زابل کې پر افغان امنيتي سرتېرو د وسله والو بريد غندلی دی. نوموړي په یوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي چې "د وسله والو طالبانو دغه ډول بريدونه نه يوازې د سولې فرصت له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا راپاروي".
د نوموړي په وينا افغان امنيتي ځواکونه نه يوازې له "هېواد او هېوادوالو دفاع کوي بلکې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي".
د افغانستان سوېل زابل کې د جمعې سهار د (مارچ ۲۰) د افغان پولیسو او پوځ پر پوسته برید کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي په قطر کې له امریکا سره د هوکړه لیک له مخې باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي خو افغان دولت بیا وايي طالبان باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
بل پلو په کابل کې د امریکا سفارت هم پر خپله ټوېټر پاڼه د زابل بريد غندلی او روانو حالاتو کې يې د "افغان ځواکونو د ژمنتيا ستاينه کړې او دا یې د سولې وخت" بللی دی.
د زابل والي رحمت الله یارمل له بي بي سي سره خبرو کې دا برید منلی او وايي، شپږو نفوذي پولیسو دا برید کړی دی.
د مالوماتو له مخې دغه پوځ کوټ د کندهار- کابل لويې لارې پر سر سپینه غبرګه (سیمه) کې پروت دی، چې له مرکز کلات ۱۰ کیلومتره واټن لري.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي، برید د طالبانو د شپږو نفوذي پولیسو په مرسته تر سره شوی او وروسته له بهر نه هم وسلوال طالبان ورغلي دي.
ښاغلی حق بیان وایي، دغه برید کې ۱۰ پولیس او ۱۴ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، وسلوالو طالبانو هاموی ( زغر ګاډی) او نور مهمات له ځان سره وړي دي.
یو ویډیو کليپ چي د ځايي وسلوالو له خوا خپور شوی ثبتونکی کس وایي " دا د سپینې غبرګې پوسته ده، چې نن مو فتحه کړه"
په دغه ویډیو کې د دې پوځي مرکز کوټې ښکاري، چي اور پکې بل دی او پکې د افغان سرتیرو مړي هم پراته دي.
د ویډیو ثبتونکی وایي" په دې کوټه کي اور بل دی او د پولیسو مړي هم پکې سوځي ".
تر دې دمه وسلوالو طالبانو د دغه برید په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.