تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا وېروس مخنیوي لپاره افغانستان کې د اوربند غوښتنه
افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي، هر وګړی له کورونا وېروس نه د خوندیتوب حق لري، او د دې خوندیتوب لپاره باید په لومړي ګام کې په افغانستان کې اوربند وشي.
ښاغلي کوبیا پر ټوېټر خپل پيغام کې همدا راز سپارښتنه کړې چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د بشپړ لاسرسي او امنیت تضمین دې وشي.
نوموړي همدا راز د کورونا وېروس مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
تراوسه په افغانستان کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې په هرات کې دي
د ښاغلي کوبیا له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه ویلي وو، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.
بل لور ته افغان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په ټول هېواد کې له بندیانو سره د هغوی د کورنیو ليدل کتل منع کړي.
د زندانونو د تنظیم چارو ادارې ویلي تر اوسه په بندخونو کې د کورونا وېروس کومه مشکوکه پېښه نه ده ثبت شوې خو بیا هم په مرکزي پلچرخي زندان کې یو شل بستریز روغتون فعال شوی.
پرون دوشنبه د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وویل ، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو په زندانونو کې د افغان دولت بندیانو وضعیت په اړه اندېښمن دي.
یاد وزارت پر طالبانو غږ وکړ چې د حکومتي زندانیانو وضعیت ته پام وکړي او نړیوالو روغتیایي ادارو ته هم زمینه برابره کړي چې دا زندانیان وګوري او د ساتلو شرایط یې و ارزوي.
افغان دولت همدا راز د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د ګڼو دولتي ادارو یوه ځانګړې ګډه کومیټه جوړه کړې، چې په دې برخه کې همغږي او همکاري کوي او د ولسمشر د فرمانونو پلي کېدل څاري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د کورونا وېروس ضد مبارزې لپاره یې څلور سوه میلیونه افغانۍ بودیجه بېله کړې.
د خپلو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه له اندېښنو سره سره تر دې دمه نه هم افغان حکومت او نه طالبانو د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د اوربند خبره راپورته کړې.
بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه ۳۸ کسان چې پر کورونا وېروس د اخته والي شک پرې کېده او پرون د هرات روغتون له قرنطین څانګې تښتېدلي وو، ډېری یې اوس بېرته روغتون ته ور ستانه شوي دي.
د هرات سیمه يیزه اداره هم وایي دغه کسان د خلکو او پولیسو په هڅه بېرته د قرنطین څانګې ته لېږدول شوي.
د هرات د والي دفتر ویلي، پر داسې میکانیزم کار کوي چې د ورته ناورین د تکرار مخه ونیولی شي او د تجرید په څانګه کې ځانګړې اسانتیاوې هم چمتو کړي.