طالبان د اېن بي سي رپوټ ځواب کې: له امریکا سره د هوکړې ماتولو هوډ نه لرو

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو د امریکايي چارواکو له خولې د اېن بي سي شبکې هغه رپوټ رد کړی، چې وايي، باوري څارګر معلومات یې ترلاسه کړي چې ګنې طالبان له امریکا سره پر شوې هوکړې د ژمن پاتېدو هوډ نه لري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي، "له اېن بي سي تلویزیون سره د امریکا د استخباراتي چارواکو دا ادعا حقیقت نلري چې اسلامي امارت د شوې توافقنامې د ماتولو اراده لري، موږ دا تور په کلکه ردوو. دا چې تر اوسه د شوي توافق د عملي کېدو بهیر ښه روان دی، د مسئولو امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې په هېڅ ډول نشي توجیه کېدلای."
د امريکا درېيو چارواکو ويلي اېن بي سي شبکې ته ویلي، د امريکا دولت داسې باوري استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ګواکې طالبان نيت نه لري له امريکا سره شوې هوکړې کې خپلې کړې ژمنې پلي کړي.
اېن بي سي ټلويزيوني شبکې په دغه مطلب کې دا هم ويلي چې دغه څرگندونې له طالبانو سره د دونلډ ټرمپ او ملگرو يې هيله مند کوونکي خبرې پيکه کوي.
د اېن بي سي په وينا، د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ هم په خپلو ناعادي څرگندونو کې د افغانستان د ناروښانه برخليک واقعيت په يوډول منلى و.
د اېن بي سي په رپوټ کې راغلي چې د امریکايي چارواکو له خوا یاد شوي استخباراتي رپوټونه له هغو خبرو سره اړخ لګوي چې په پاکستان کې د طالبانو سرچینې یې وايي، اېن بي سي وايي، دا چې هلته د طالبانو استازي د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره د سولې بهیر ته د یوې حل لارې په سترګه کوري نو تر هغه وروسته به په افغانستان کې د امریکا له ملاتړه پر برخمن حکومت برید وکړي.
دې خبري شبکې د طالبانو د یوه غړي له خولې چې له رسنیو سره یې د خبرو صلاحیت نه درلود ویلي چې "موږ به د افغانستان له مشرتابه او نورو سیاسي ډلو وغواړو، دا چې امریکا موږ په رسمیت پېژندلي یو، د دې وخت را رسېدلی چې تاسې هم موږ وپېژنئ او هېواد په سوله ییز ډول موږ ته تسلیم کړئ."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د دغې شبکې په وینا له استخباراتي رپوټونو سره آشنا یوه امریکایي چارواکي ویلي، موږ ټول هیله من یو چې طالبان دې خپله هوکړه پلې کړي خو موږ ګومان کوو چې په اصلي نیت یې پوهېږو.
اېن بي سي وایي، یوه پخواني امریکايي چارواکي چې له پلان جوړولو سره بلد دی منلې چې د امریکا حکومت په ویتنام کې د جګړې د پای ته رسېدو په شان په افغانستان کې په خطرونو پوهېږي چې په وینا یې طالبان به پر خپل قول پښه کېږدي او هېواد به ونیسي، خو هېڅ څوک دا په ډاګه نه وايي.
د دغې رسنۍ په وینا ډونلډ ټرمپ ژمن دی چې امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي. دا چې طالبان څه کوي یا نه کوي ځان ته خبره ده. د سي آي اې یوه پخواني چارواکي دوګ لندن چې پر طالبانو یې څېړنه کړې ویلي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې په ټاکنو کې د ټرمپ له پاره بری شونی کړي.

د عکس سرچینه، د ملي امنيت شورا دفتر
له حمد الله محب سره د خلیلزاد او تدامیچي یاماموتو لیدنه
بل خوا په کابل کې تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره په لیدنه کې د افغانستان "د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت" خبرې کړي دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، پردې هم خبرې شوي چې څه ډول باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه ښه ګټه واخیستل شي چې راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.
همدارنګه ښاغلي محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره هم په لیدنه کې د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې پر روانه پروسه او وضعیت بحث وکړ.

د عکس سرچینه، د ملي امنيت شورا دفتر
خبرپاڼه وايي د ملي امنیت سلاکار وویل، د سولې د مذاکراتو په موخه د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې پرمختګ شوی او د دغو مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دغه راز ښاغلي یاماموتو هم ویلي، ملګري ملتونه د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې برخه کې نور پرمختګونه هم وشي.










