تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناټو: افغان سیاستوال دې سیاسي ثبات نه ګواښي؛ د سولې بهیر ملاتړ دې وکړي
د ناټو سرمنشي په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو ویلي، د ټاکنیزو بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید د اساسي قانون له مخې حل شي.
ناټو پر ټولو افغان سیاستوالو د داسې ګامونو د نه اخېستو غږ کړی چې ترینګلتیا ډېروي او سیاسي ټیکاو کمزوری کوي.
د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ له ادرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې د تېرو ټاکنو پر مهال د افغانانو ګډون ستای شوی، چې په ټاکنو کې په ګډون یې خپل دیموکراتیک حقونه وازمایل.
ناټو وايي، د ټاکنیز بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید له حقوقي کړنلارو حل شي.
د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.
د خبرپاڼې په وینا، اوس دا وخت دی چې ټولې مسئولې سیاسي کړۍ خبرې پیل کړي او د سولې هغه بهیر ته سره یو موټی شي، چې د ټولو افغانانو لومړیتوب دی.
د ناټو د خبرپاڼې پای کې ویل شوي، چې دغه سازمان د اوږد مهال لپاره د افغانستان د امنیت او ټیکاو لپاره ټینګه ژمنتیا لري، چې په وینا یې "موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی شي او سولې ته زمینه برابره شي."
بل خوا، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "موږ د تاوتریخوالي کمېدو لپاره کار کوو. موږ هغه څه کوو چې تاوتریخوالی کم کړي، چې دا د افغانانو او افغانستان لپاره یو لوی کار دی."