د کورونا لومړنۍ پېښه؛ هرات کې بیړنۍ روغتیايي حالت اعلان شو

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په هرات کې د کورونا د درې شکمنو د پېښو له ډلې یوه یې مثبته ثابته شوې ده.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبره غونډه کې وویل، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې ولایت کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کورونا مثبته پېښه موندل کیږي. تېره ورځ رپوټونه ورکړل شوي و چې په هرات ولایت کې درې مشکوکې پېښې موندل شوې وې.

د روغتیا وزیر وايي، له دغو درې مشکوکو پېښو په اړه له ۲۴ ساعته څېړنو وروسته معلومه شوه چې یوه د کورونا مثبته پېښه وه او دوه نورې نه وې.

د افغانستان د روغتیا وزیر وویل چې په کورونا اخته شوی کس ۳۵ کلن دی.

د روغتیا د وزیر په خبره کورونا ویروس له امله د وژل کېدو شونتیا یوازې دوه سلنه ده او په وینا یې پر هغه چا ډېر اغېز کوي چې عمرونه یې زیات وي او د بدن مقاومت یې کمزوری وي.

فیروز الدین فیروز وايي، چې په هرات کې یې ۸۰ بستریز روغتون چمتو کړی دی.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې د روغتیا وزارت د ملي امنیت سره په همغږۍ تر بیا خبرداري په هرات کې بیړنۍ روغتیايي حالت اعلان کړ.

د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې دې ولایت ته له او له دې ولایت بهر ته وتلو نه دې ډډه وکړي. بلخوا وزارت له هوايي شرکتونو او ځمکني ټرانسپورټ شرکتونو څخه غوښتي چې دې ولایت ته دې تګ راتګ محدود کړي.

د روغتیا وزیر هرات کې له خلکو وغوښتل چې په لویو غونډو، د ګڼه ګوڼې ځایونو یا تالارونو، د لمبلو حوزونو، فاتحه خونو، سپورتي لوبغالو کې له ګډونه ډډه وکړي.

د روغتیا وزارت همداراز له خلکو غوښتي چې د ستړي مه شئ پرمهال دې له لاس ورکولو او مخ جنګولو نه ډډه وکړي.

د روغتیا وزیر پر رسنیو، ملا امامانو ، مدني فعالانو، والدینو غږ وکړ چې د کورونا ویروس په اړه عامه پوهاوي کې دې له دوی سره مرسته وکړي او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې سوداګري به یې ونه دریږي او په نورمال ډول به روان وي. نوموړی په دې باور دی چې تر ۱۵ میاشتو به ددې پر ضد واکسین مارکیټ ته رانه شي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره یې ۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې د نړېوال روغتیايي سازمان یوازې د درې میلیونو ډالرو ژمنه کړې او دوه میلیونه ډالره د افغانستان د مالیې وزارت ژمنه کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی وړاندې اعلامیه خپره کړې وه چې که په تېرو ۱۴ ورځو کې څوک د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي او ان عادي ریزش ناروغي هم ولري، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

وړاندې تردې پېښې د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بي بي ته ویلي و، له قم نه راغلو افغانانو موږ سره په اړیکه کې شول چې تبه او ټوخی یې درلود. د ده په ټکو دوی درې تنه وو چې نمونې ترې اخېستل شوې وې او پلازمېنې کابل ته راوړل شوې وې او پایلې یې له ۲۴ ساعتونو وروسته نن د دوشنبې په ورځ معلومې شوې چې یو یې د کورونا پر ویروس اخته دی او دوه نه دي.

همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي و چې له ایرانه افغانستان ته د کورونا وېروس د راتلو د مخنیوي لپاره یې په موقتي ډول له دې هېواد سره خپل پوله تړلې او هېڅ ډول هوایي او یا هم ځمکنی تګ راتګ به نه کېږي.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې د احتیاطي تدابیرو له مخې یې له ایران او پاکستانه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم بند کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم سپارښتنه شوې وه چې په ایران کې قونسلي خدمات کم کړي او له هغه هېواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د بېرته را لېږلو لړۍ ودروي.

ورته وخت په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له تائيد وروسته پاکستان او عراق هم له دې هېواد سره پر خپلو ګډو پولو تګ راتګ کم کړی دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ایران سره ګډه پوله یې د احتیاطي په توګه په موقتي ډول تړلې ده.