يوه کورنۍ د "بدن بوی" له امله له الوتکې وتلو ته اړه شوه

د عکس سرچینه، AFP
یوې امریکایۍ کورنې وروسته تر هغه د "امرېکن ایرلاینز" پرضد قضايي دعوه وکړه چې د شرکت د کارمنو له لوري د "بدن د بوی" له کبله له الوتکې وتلو ته اړایستل وه.
یهودا جوزېف اډلر او مېرمن یې جیني له خپل کوچني سره له هغې الوتکې وتلو ته اړایستل شول چې په تېره جنورۍ کې دیترویت ښار ته تلونکې وه.
ياده کورنۍ وايي، د شرکت کارمنو د دوی د یهودي عقیدې په اړه تبصره کړې ده.
خو شرکت وايي، پرېکړه یې له دین سره هېڅ کوم تړاو نه لري، بلکې دا گام د اډلر د بدن د بوی له کبله د نورو کارمنو د شکایت پربنسټ پورته شوى.
دغې کورنۍ قضايي دعوه په ټکساس ایالت کې کړې او د شرکت پر کارمنو یې تور لګولی چې ګني د دوی رسوا کول یې غوښتل، رواني فشار یې پرې راوړی او د دین پر اساس یې له دوی سره له توپيري چلن کړی.
اډلر وايي، د الوتکې پر څوکیو یې د کورنۍ د کېناستو پنځه دقیقې پوره نه وې چې یوه کارمن له الوتکې د بېړني حالت له کبله د وتلو غوښتنه ترې وکړه.
دی زیاتوي، له الوتکې تر وتلو وروسته، کارمن د پیلوټ پر پرېکړې خبر کړ چې ګني د بدن د بوی له امله یې له الوتکې کوز کړل.
په قضايي دعوه کې راغلي، د کارمن تبصره له "سپکاوي ډکه وه؛ ځکه چې هغه دې کورنۍ ته ویلي، د ارتودوکس یهودانو په اړه پوهېږي چې په اونۍ کې تر یو ځل ډېر ځانونه نه مینځي."
دغه کورنۍ وايي، د الوتکې له نژدې شلو سپرلیو یې وپوښتل او هېڅ کومې سپرلۍ هم بد بوی نه و حس کړی.
که څه هم دغې کورنۍ ته په یوه خوړنځي کې یوه خونه ورکړل شوې او د بلې ورځې په ګهیځ یې بله الوتکه کې څوکۍ ترلاسه کړې، خو بکسونه او توکي یې په لومړنۍ الوتکه کې پاتې شوي دي.
دغه هوايي شرکت "فاکس نیوز" خبري اژانس ته ویلي، ځینو مساپرو او د الوتکې عملې ته شکایت کړی چې د اډلر له بدنه بوی ځي نو ځکه یې له الوتکې د کوزېدو غوښتنه ترې کړې.
شرکت وايي، دا پرېکړه د "اډلر له دین" سره هېڅ تړاو نه لري.









