پولیسو هغه سړی نیولی چې جرابو یې بد بوی کاوه

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي پولیسو یو سړي ځکه نیولی، چې په وینا یې جرابو یې ډېر ناوړه بوی کاوه.
په بس ګاډي کې ناستو کسانو پولیس ته شکایت کړی و، چې ګاډي کې د یوه ناست کس جرابې ډېر ناوړه بوی کوي او پولیسو ۲۷ کلن پرکاش کومار د نورو 'په عذابولو ' په تور نیولی دی.
د کومار او نورو سپرلیو تر منځ هغه مهال ناندرۍ پیل شوې، چې ښاغلي کومار پلازمېنې نوي ډیلي ته روان ګاډي کې بوټان او جرابې وایستل.
د کومار جرابو داسې بدبويي کوله، چې نورو مساپرو ورنه وغوښتل یا یې پټې کړې او یا یې باید بهر وغورځوي، خو نوموړي د نورو دغه غوښتنه رد کړه او تر منځ یې لفظي شخړه پیل شوه.
نورو سپرلیو په هیماچل پردېش سیمه کې بس چلوونکی اړ کړ، چې د پولیسو مرکز سره ګاډی ودروي او دوی پولیسو ته د کومار شکایت وکړ.
پرکاش کومار هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي جرابو یې 'بدبويي نه کوله ' او مساپرو 'بې دلیله ' د ده خلاف ادعا کړې.
پولیسو بي بي سي ته ویلي ښاغلی کومار یې د ضمانت بدل کې خوشی کړی دی.








