د کندهار انار؛ خو پاکستان کې یې ناسمه انګېرنه

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي اردو

د پاکستان ډېری سیمو او ښارونو کې داسې انګېرل کېږي چې دا خوږه مېوه له بلوچستان څخه ورځي. هغه انار چې 'د چمن انار' یې بولي په ټول پاکستان کې یې خپل ځای ساتلی، خو ایا دا انګېرنه سمه ده؟

انار د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې ډېر تر سترګو کېږي، د دې ښار سربېره د هېواد نورو ښارونو ته یې هم استوي، خو د کوټې په بازارونو کې د انارو ډېرۍ لیدل کېږي.

د پاکستان په ډېری سیمو کې داسې انګېرل کیږي چې انار له بلوچستانه ورځي. خو دا انګرینه سمه نه ده که څه هم په دې ایالت کې کرل کېږي خو د پاکستان نورو ښارونو ته چې ځي هغه د افغانستان انار دي.

دا انار د افغانستان له کندهار ولایت څخه کوټې ته د چمن له لارې ځي او بیا د پاکستان نورو ښارونو ته ځي.

۔