تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'امریکا له افغانستانه خپل څلور زره پوځیان وباسي'
امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، واشنګټن به راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د خپلو څلور زره سرتېرو د ایستلو پروګرام اعلان کړي.
دغو چارواکو دا هم ویلي، د دغو امریکايي ځواکونو په ایستلو سره به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر د۸ او ۹ زرو په منځ کې وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ "فاکس" تلوېزیون ته ویلي وو، غواړي په لومړي پړاو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته ټیټ کړي.
دا مهال په افغانستان کې له دولس زرو تر دیارلس زرو امریکايي پوځیان مېشت دي.
اېن بي سي خبري شبکې چې لومړی یې دا خبر د دوو امریکايي چارواکو له خولې خپور کړ، وویل د امریکايي ځواکونو په کمولو سره به افغانستان کې د القاعدې او "اسلامي دولت" نومې ډلې په څېر "ترهګرو" ډلو پروړاندې د دوی عملیات متمرکز شي، خو افغان ځواکونو ته به یې تر ډېره د سلامشورې ورکولو او روزنې رول کم شي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوځل بیا خبرې وځنډېدې.
د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره تر یوې اونۍ خبرو وروسته خبرې د لنډمهال لپاره وځنډولې او نوموړی پاکستان ته ولاړ.
په پاکستان کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې وویل، ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې په تړاو بحث وکړ او د افغانستان د اوربند او تاوتریخوالي کمېدو کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.
اېن بي سي ویلي، امریکايي ځواکونو نه دي ویلي چې د پوځيانو ایستل به کله پیلېږي، خو ټینګار یې دا دی چې دا ایستل به په څو میاشتو او پړاوونو کې بشپړېږي.
طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.