جلال اباد کې "د امنیت جنازه"؛ ښځو سمبولیک احتجاج وکړ

د افغانستان په ختيځ ښار جلال آباد کې یو شمېر مېرمنو په دې ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو په غبرګون کې اعتراض وکړ او د خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

دوی په سمبولیک ډول په اوږو یو تابوت لیږداوه او ویل یې چې دا د ننګرهار د "امنيت تابوت" دی. د دوی په وینا د ولایت مسئولین د امنیت په ټینګښت کې پاته راغلي.

دا اعتراض تر هغې وروسته کیږي چې جلال آباد ښار کې نا مالومه وسله والو جاپانی ډاکټر ناکامورا او د هغه پنځه ساتونکي په ډزو ووژل.

خو ننګرهار کې چارواکي وايي، وروستیو ورځو کې په نسبي ډول په دې ښار کې تر بل هر وخته د ناامنۍ پېښې کمې شوي دي.

دغه اعتراض کوونکې مېرمنې چې شمېر پنځلسو ته رسيده، د ښار په څلورمه ناحيه کې راټولې وې. دوی په ننګرهار کې د هدفي وژنو، انسان تښتونو او په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د يو مرستندويه ټولنې د مشرناکامورا د وژلو پېښه يادوله.

د دې اعتراض يو سمبالګرې مقدسې احمدزۍ ویل، امنیتي مسئولین باید د دغه ښار د اوسیدونکو خوندیتوب ته کار وکړي.

لاريون والو جلال اباد ښار کې د مرستندوی جاپانۍ موئسسې د مشر ډاکټر تېڅو ناکامورا د وژنې پېښه ياده کړه. دوی ویل، نوموړی او پنځه افغان ملګري یې د ښار په منځ کې د وسله والو له خوا ووژل شول، خو پولیس په دې ونه توانیدل چې عاملین یې ونیسي.

د دوی په وینا، که حالت همداسې وي، نه به دا لومړۍ او نه به وروستۍ پېښه شي. دې لاريون والو د امنیت راوستلو کې د کوټلو ګامونو اخيستلو غوښتنې درلودې.

په ورته مهال د ننګرهار امنيتي چارواکي د دې مېرمنو نننی لاريون يوه "پروژه" بللې چې ګواکې غواړي ننګرهار ناامنه وښيي.

د ننګرهار امنيه قومندان ايمل نيازي وويل، تېره يوه مياشت يې د تښتونو، وژنو او شوکو په تور نږدې سل تنه نيولي دي.

نوموړی وایي، د ناکامورا د وژلو د پېښې په تړاو يې دوه تنه تورن کسان هم د وسلو او مهماتو سره يو ځای نیولي دي.

په جلال آباد ښار کې چریکي بریدونه، وړې چاودنې او هدفي وژنې هم د نورو ښارونو پرتله ډېرې وې. که څه هم مسئولین د دغه ښار د امنیت د ښه کېدو خبره کوي، خو خلک یې وایي لا هم د خوندیتوب ډاډ نه لري.