تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ته د ټاکنو کمېسیون غبرګون؛ له چاڼ مخکې رایې نشو باطلولی
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني هم د دې جرګې په ننۍ غونډه کې ویلي، پر واټونو د زور معلومول د هېچا په ګټه نه دي.
هغه وویل، د تېرې ورځې لاریون باید ټولو ته د خطر زنګ وي. ښاغلي رحماني لاریون د خلکو قانوني حق دی او باید د احتجاج کوونکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.
د ولسي جرګې مشر د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې خپل بې پرېتوب ثابت کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې ددوی له رایو سره "خیانت" نه کېږي.
ښاغلي رحماني وویل، د سړک د سر اعتراضونه د هېچا په ګټه نه دي:
"د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د ټاکنو د کمېسیون پر وړاندې پروني اعتراضونه باید موږ ته د خطر زنګ وي. اعتراضونه او لاریونونه د خلکو مدني حق دی او د دوی مشروع غوښتنو ته باید پام وشي، خو پر واټونو د زور ازمايلو دوام د هېچا په ګټه نه دی او ټاکنیز کمېسیونونه دې د شفافیت ډاډ ورکړي چې د خلکو له رایو سره خیانت نه کوي، دوی باید په بې پریتوب دا ثابته کړي چې د ټاکنو شته تګ لارې روڼوالی تضمینوالی شي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې ورځې د لاریونونو په غبرګون کې نن (لیندۍ ۹/نومبر ۳۰) وویل، د رایو له چاڼولو او بیا شمېرنې نه وړاندې نه شي کوای چې رایې باطلې کړي.
تېره ورځ په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو لاریون وکړ او "د ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتولو" پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د لاریون په پای کې د ثبات او همپالنې ډلې په خپل پرېکړه لیک کې د بې بایومتریکه ۳۰۰ زره رایو پر ابطال ټینګار کړی چې که ونه شي د دوی په وینا "د ټاکنیز سیاسي بحران مسؤلیت" به یې د ټاکنو د کمېسیون پر غاړه وي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو د قانون ۸۶ مادې کمېسیون اړ کړی، که کره شکایت یا د درغلیو یا د رایې د صندوقونو په اړه د ترسره شوي جرم اسناد وي، صندقونه باید قرنطین او د ناظرینو، څارډلو، رسنیو او د نوماندانو د استازو په مخ کې چاڼ شي.
د ټاکنو کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي: "دا بنسټ د قانون په اساس په ټول افغانستان کې د ټاکنو ترسره کولو مسؤلیت لري او د خلکو د رایې خوندیتوب، قانون او طرز العملونو ته ژمن دی."
کمېسیون ټینګار کړی چې "د خلکو قانوني او د شواهدو په اساس اعرتاضونو ته ځواب ویونکی دی او ځان خلکو او قانون ته ځواب ویونکی ګڼي."
په اعلامیه کې زیاته شوې: "د خپلواکي اصل او قانون په بنسټ، د خلکو له رایو ساتنه کوي او په هر ډول شرایطو کې به خلکو، ډلو او بنسټونو ته حق ورنه کړي چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه وکړي."
د ټاکنو کمېسیون ټولو ښکېلو غاړو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ ی چې "دوی ته یوازې هغه رایې اعتبار لري چې بایومټریکي اساس ولري."
کمېسیون له خلکو غوښتي چې همکاري ورسره وکړي ترڅو دا بنسټ وکوای شي د رایو بیا شمېرنې او چاڼ بهیر بشپړ کړي.