ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ وروسته له هوکړې به اوربند سملاسي پلی شي

    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي

طالبان د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېګنیو خبرو ته په غبرګون کې وایي، د دغې ډلې او امریکا ترمنځ اوربند به د دواړو لورو تر هوکړې وروسته سمدلاسه پلی شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ او اعلان یې وکړ چې له طالبانو سره خبرې یې له سره پيل کړي دي.

دا افغانستان ته د امریکایي ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ لومړنی سفر و.

د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی لا هم هغې هوکړې ته ژمن دي چې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ په قطر کې له څو ځلي خبرو او لیدو کتو وروسته لاسلیک ته نژدې شوې وه. د سرچینې په باور، اوربند د دې هوکړې یوه برخه ده.

د سرچینې په وینا، که اوس هم امریکا دغه هوکړه ورسره لاسلیک کړي، دوی سم له لاسه ورسره اوربند کوي او وروسته د بین الافغاني خبرو له لارې له افغان حکومت سره هم پر اوربند خبرې کوي.

ښاغلی ټرمپ تېره شپه د بګرام هوایي اډې ته، چې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوی مېشت ځای دی، راغی او له خپلو سرتېرو سره یې د شکرانې مذهبي مراسمو کې برخه واخیسته.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی ټرمپ شاوخوا دوه ساعته افغانستان کې و.

نوموړي د خپل افغان سیال په حضور کې خپلو سرتېرو ته لنډه وینا وکړه او ویې ویل، هېواد به یې د پام وړ ځواکونه له افغانستانه وباسي.

له افغان طالبانو سره د سولې په برخه کې له درې میاشتني ځنډ وروسته ښاغلي ټرمپ اعلان وکړ چې له دغې مخالفې ډلې سره یې چې هوکړه او اوربند غواړي خبرې له سره پيل کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو خبرو کې د امریکایي ځواکونو له قربانیو مننه وکړه او ویې ویل چې په ګډه یې د نړیوالو ترهګرو ملا ور ماته کړې ده.

ښاغلي غني په ځانګړې توګه د داعش او القاعده شبکې ماتې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې چاره کې د امریکایي ولسمشر د سویلي اسیا ستراتیژي کارنده رول لوبولی دی.

ښاغلي غني وویل "د امریکا ولسمشر دلته دی او دا د جنوبي اسیا د ستراتیژي معمار دی، هغه ستراتيژي چې القاعده او داعش ورسره له منځه ولاړل، ستاسو له ملاتړ او د افغان ځواکونو له مېړانې مننه، مونږ ننګرهار کې داعش ته نه منونکې ماتې ورکړه، تېره اوونۍ ننګرهار او راتلونکو دریو میاشتو کې به ټول افغانستان کې داعش له منځه ولاړ شي.

افغان او امریکایي ولسمشرانو د بګرام په اډه کې دوه په دوه ناسته هم کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې که طالبان رښتیا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي نو لومړی باید اوربند وکړي.

دوی دواړو همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې له دې هېواده بهر هم د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شوي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه باوري سرچینه وایي، دوی له امریکا سره هغې هوکړې ته ژمن دي چې له نهه پړاوه لیدو-کتو وروسته لاسلیک ته نژدې شوې وه.

دغه سرچینه وایي، اوربند د هغې هوکړې یوه برخه وه چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیو شېبو کې لغوه اعلان کړه.

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه اوونۍ وروسته له هغه افغانستان ته راغی چې افغان حکومت د امریکا په غوښتنه له طالبانو سره د مهمو زندانیانو تبادله وکړه. هغه تبادله چې په ظاهره یې د سولې خبرو بیا پيل ته هم زمینه برابره کړه.

په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده ازاد کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل.