کندهار کې پولیس: پر ۸ کلن ماشوم جنسي تېریګر مو نیولی

د کندهار سیمه ییز پولیس خبر ورکوي هغه ملا امام یې نیولی، چي پر یوه ۸ کلن ماشوم یې جنسي تېری کړی او بیا یې په وهلو وژلی دی. دغه پېښه تېره ورځ د کندهار د اتمې حوزې اړوند د غازي بابا غونډۍ نومې سیمه کې یوه جومات کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قومندانۍ رسنیو ته د نیول شوي ملا امام یو ویډیویي کلېپ لېږلي چې په هغه کې ملا امام مني چې پر یاد کوچني یې پرلپسې څو ځله جنسي تېری کړی و.

دغه کس په خپلې کړنې پېښېماني څرګندوي خو دا لا معلومه نه ده، چې نیول شوي کس دغه خبرې په څه ډول شرایطو کې کړې دي.

تورن کس د پولیسو له خوا وروسته له هغه ونیول شو، چي د وژل شوي کوچني کورنۍ ورته شکایت کړی و. ویل کېږي دغه کوچنی د قران زد کړې لپاره ملاامام ته ورته خو د هغه د ناسم چلند له کبله دوه ځله تښتېدلی هم و.

بل لور ته په کندهار کې د هغې لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې نژدې ۱۹ ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په لوګر ولایت کې پر لسګونو کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې قضیه رسنیو کې را پورته شوه. ولسمشر محمد اشرف غني بیا پرون امر وکړ چې دا قضیې دې په بشپړ ډول وڅېړل شي.

د افغان ماشومانو د روغتیا، زدکړې، خوندیتوب او ورسره ناوړه چال چلند په اړه اندېښنې تل د کورنیو او نړیوالو ادارو او سازمانونو له خوا مطرح شوي، خو د ماشومانو جنسي ځورونه هغه هم د زدکړې په چاپېریال کې هر وخت د بشري حقونو او اسلامي قوانینو په رڼا کې غندل شوي.

یوه اوونۍ وړاندې د ماشامونو د ملاتړ ادارې 'سیف د چلډرن په خپلې یوې ارزونې کې وویل، افغان ماشومان له پراخو رواني ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ادارې یوه وروستۍ نظرپوښتنه ښیې چې د افغانستان دوه په درېیمه برخه ماشومان د چاودنو، تښتونو او وسله والو جګړو له وېرې له کوره بهر نه وځي.