ترافیکي پېښه کې د وژل شویو افغانانو مړي له ایرانه نیمروز ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، IRNA
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
په نیمروز ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د هغو ۳۳ افغانانو مړي له ایرانه دغه ولایت ته راوړل شوي چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د ایران په سیستان بلوجستان ولایت کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله وژل شوي وو.
له دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و، چې په دغه پېښه کې ۲۴ افغانان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د نیمروز چارواکي وايي ټول مړه شوي او ټپیان د غور ولایت اوسېدونکي و.
افغان حکومت د پېښې په تړاود معلوماتو راټولولو لپاره یو پلاوی ګومارلی و.
اوس د نیمروز ولایت پولیسو د رسنیو برخې مشر محمد ابراهیم امیني بي بي سي ته وویل، ایراني چارواکو په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي ورسپارلي دي.
ښاغلي اميني زیاته کړه، د یو شمېر قربانیانو جسدونه غور ته لېږدول شوي او د ځینو نورو مړي لا هم د نیمروز ولایت په مرکزي روغتون کې ساتل کېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي په دې پیښه کې ټول وژل شوي او ژوبلېدلي افغانان ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر داسې تصویرونه خپاره شوي چې د ایران او افغانستان پر پوله ځينې کسان د دغې پېښې د قربانیانو مړي په لاسي ګاډیو کې لېږدوي.
د نیمروز امنیه قومندانۍ وايي د ایران او افغانستان د پر پوله په ځينو ځایونو کې د موټر د تګ راتګ لار نه شته ځکه دغه مړي د کراچیو په وسیله د افغانستان خاورې ته لېږدول شوي دي.
د رسیمي شمېرو له مخې اوس شاوخوا دوه میلیونه افغانان په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي، چې تر ډېره له افغانستانه هغه هېواد ته د جګړو او بیکارۍ له امله تللي دي.








