تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان د ټیټ عمره ماشومانو د مړینې له اړخه دریم هېواد دی"
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونېسف وايي، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې چې عمر یې تر پنځه کلونو ټیټ وي ۲۵۷ تنه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا اداره وايي د دې شمېرې پر بنسټ افغانستان د ټیټ عمره ماشومانو د مړینې له اړخه دریم هېواد دی.
لومړی او دویم هېوادونه انګولا او سیرلیون دي چې ډېر ماشومان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یونېسف په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د نړۍ په کچه تر ۸ سلنه ماشومان له وخته مخکې پیدا کېږي.
د دې ادارې د شمېرو پر بنسټ له وخته مخکې زېږېدنه په ماشومانو کې اختلاطات رامنځ ته کوي او له دې امله په نړۍ کې هرکال یو میلیون ماشومان چې تر پنځه کلونو یې عمر ټيټ دی خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د "ډېر ژر زېږون، په مناسب وخت او مناسب ځای کې مناسب مراقبت " تر شعار لاندې د یونیسف ادارې، د افغانستان دولت، د روغتیا نړیوال سازمان، د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې او ځینو نورو ادارو په خپله ناسته کې د وخت څخه مخکې د ماشومانو زېږېدو او د نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د جدي پانګونو خبره کړې.
په افغانستان کې د یونېسف دفتر مرستيالې شيما سن ګوپتا ویلي: " د دې مړينو د کچې د کموالي لپاره به له هلو ځلو پرته موږ خپل هغه نړيوالې موخې ته، چې د ۱۹۳ هېوادونو له خوا تصويب شوې ده، ونه رسېږو، چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کاله پورې د ټولو هغو نويو زېږېدلو ماشومانو او همدارنګه د هغو ماشومانو چې د درملنې وړ دي د مړينې کچه ختمه کړو."
نوموړې ویلي، اړوندې ادارې باید په دې برخه کې د درملنې کیفیت لوړ او د ماشومانو لپاره د غوره پیل په موخه د دوی روغتیا وپالي.
تېر کال یونېسف په یوه رپوټ کې ویلي و، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ۲۵ نویو زیږېدونکو ماشومانو کې یو مري.
دې ادارې په نړیواله کچه، په تېره بیا د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونو کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده.
راپور ویلي و، د دوی موندنې ښيي، جاپان، ایسلنډ او سنګاپور د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره غوره فرصت لري، خو پاکستان، افغانستان او د مرکزي افریقا جمهوریت کې نوزیږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخامخ دي.