تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټاکنو ملاتړې نړیواله اداره: لومړنۍ پایلې دې نور نه ځنډېږي
د افغان ټاکنو نړیوالې مرستندویه ډلې پر افغان ټاکنو خپلواک کمېسیون غږ کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې بیا ونه ځندوي.
دې ډلې له نوماندانو غوښتي چې ټاکنیزو قوانینو او د چلن بنسټونو ته درناوی وکړي.
دې ډلې په خبره په داسې حال چې پخوانی ځنډ د روڼتیا رامنځ ته کولو او د کړنلارو چمتو کولو لپاره اړین و، نور ځنډ باید حد اقل شي.
اې اېس جي ډله کې، ملګري ملتونو اروپايي ټولنه، ناټو، امریکا، اروپا، اسټرالیا، جاپان او جرمني او ځینې نور هېوادونه ګډون لري.
دې ټولنې پر نوماندانو هم غږ کړی چې د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي اوله ټاکنو وړاند پر کړو ژمنو عمل وکړي او د ټاکنو قانون ته درناوی وکړي.
نوماندان دې له داسې څرګندونو او کړنو ډډه وکړي چې د ټاکنو بهیر ته زیان رسوي.
د ټاکنو باور ساتل یوازې د کمېسونونو نه بلکې د ټولو ښکېلو خواوو ګډ مسوولیت دی نو نوماندانو او د هغو د ملاتړي دې د ټاکنو د پاتې پړاوونو او بیا شمېرنې روان بهیر ملاتړ وکړي او خپل شکایتونه دې له قانوني لارې تعقیب کړي.
دا ډله له ټاکنو کمېسیون هم غواړي چې د نوماندانو غوښتنو او پوښتنو ته په وخت ځواب ووايي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ذبیح الله سادات د دې ډلې د اعلامیې هر کلی کوي:
"موږ د ټولو ښکېلو لورو همکاري غوښتې او دا همکاري موږ لا روڼتیا ته نژدې کوي دې ډلې چې اوس کوم غږ کړی موږ یې هرکلی کوو."
نوموړي پر نوماندانو غږ وکړ، چې دې بهیر کې خنډ مه اچوئ بلکې د روڼتیا د تضمین لپاره د ټاکنو کمېسیون د دې بهیر ملاتړ وکړئ.
دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د ټاکنو کمیسیون په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې اتو زرو محلونو د بیا شمېرنې او پلټنې بهیر د اونۍ له سره پیل کړی، خو په داسې حال کې چې څو نورو نوماندانو هم ورسره مخالفت وښود، څرګنده نه ده چې کله به بشپړ شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې په ګډون لږ تر لږه درېیو ټاکنیزو ډلو د لانجمنو رایو پر بیا شمېرنه نیوکې کړې دي او د دې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.
په تخار، بغلان، بدخشان، پروان او پنجشېر کې د نوموړي د ملاتړو له خوا په ټپه درول شوی دی.
د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا تور لګولی دی چې دا ټاکنې رڼې نه وې او غوښتنه یې کړې ده چې راتلونکي پسرلي کې دې له سره ټاکنې وشي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله بیا د جنجالي رایو له بیا شمېرنې سره مخالفت نه کوي او پر نورو نوماندانو یې هم غږ کړی چې د دې بهیر ملاتړ وکړي.