تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
" طالبانو کندوز کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژلي"
د افغانستان د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي مني چې تېره شپه وسله والو طالبانو په علي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.
دوی وايي، بریدونه د عرض بیګي سیمې پر یوې پوستې شوې دي.
د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، په دې بریدونو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي خو په دې اړه نور جزئیات نه لري.
یو امنیتي سرچینې د نوم د نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته ویلي، په دې بریدونو کې ۱۷ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې د دې پوستې د ویجاړولو ترڅنګ یې ۲۰ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
کندوز د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې ډېری وخت ترې د جګړې رپوټونه ورکول کېږي.
په تېرو پنځو کلونو کې کندوز ولایت یو وار په بشپړ ډول د طالبانو له خوا ولکه شوی او له هغې وروسته څو وارې دغه ډله توانېدلې چې ښار منځ ته دننه شي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له یوې میاشتې وروسته یې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیوله.