تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان چارواکي: امنیتي ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی
د افغانستان د ملي د فاع وزارت وایې چي ځانګړو ځواکونو یې د هلمند نهرسراج ولسوالۍ کي د طالبانو زندان مات کړی او تر ۱۰ زیات ملکي زندانیان یې راخوشي کړي دي.
د راخوشي شویو زندانیانو عمرونه له ۲۵ تر ۶۰ کلونو پوري یاد شوي دي ، چې چارواکي وایي، ټول ولسي کسان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د وسلوالو طالبانو یاد زندان د نهرسراج ولسوالۍ د دین محمد په کلي کې و، چې د عملیاتو پایله کې ترې نژدې ۱۳ ملکي کسان راخوشي شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغې ډلې له دې وړاندې له دوی سره زنداني ملکي کسان د دوی په خبره حقوقي او جنایي مجرمان بللي.
د هلمند په کجکي، سنګین او د غزني او ارزګان په ګډون په ځینې نورو افغان ولایتونو کې له دې مخکې هم افغان امنیتي چارواکو د وسله والو د زندانونو ماتولو خبره کړې، چې ځینې یې د حکومت وسله وال مخالفان هم تاییدوي.
چارواکو له دې زندانونو د لسګونو ملکي او امنیتي کسانو د راخوشي کولو ادعا کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' د سږ کال مې (غبرګولی ۵مه) په یوه تازه رپوټ کې وویل، طالبانو له توقیف شویو کسانو سره داسې ناسم چلند کړی، چې ربړونه ګڼل کېدای شي.
یوناما مسوولینو وویل، د بندیانو لخوا داسې ادعاوې شوي چې ګني ربړول شوي او په ځینو حالاتو کې ان وژل شوي هم دي.
په دې راپور کې ویل شوي و، زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړایستل شوي دي.
د یوناما په رپوټ کې راغلي و، خوشي شویو بندیانو ورته ویلي، چې طالبانو به وهل ټکول او په پښو کې به یې زولنې پرتې وې او ان ځینې وخت په زور او وهلو ترې د اعتراف غوښتنه شوې ده.
خو د وسله والو طالبانو لخوا رسنیو ته هغه مهال په یوه استول شوي پیغام کې د یوناما لخوا دغه خپور شوی راپور په کلکه رد شوی و او دا راپور یې یو پلوه بللی و، چې په وینا یې د بندیانو د ربړونې په اړه د یوناما راپور مغرضانه او له حقیقت څخه لرې دی.
د طالبانو د بندیانو اړوند کمېسیون بي بي سي ته هغه مهال وویل چې د افغان حکومت شاخوا درې زره کسان له دوی سره بندیان دي چې د حکومت پلوو په ګډون زیاته برخه یې د ملي اردو سرتیري او پولیس جوړوي. دغه کمېسیون همدا راز ویلي و چې له حکومت سره شا وخوا ۹۰۰۰ طالبان بندیان دي.