د افغان ټاکنو په هکله یوه پوښتنه چې بې ځوابه پاتې ده

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنیزې سیالۍ د پنجشنبې په شپه دولس بجې پای ته رسېږي چې ورسره د سکوت یا چوپتیا ۴۸ ساعته دوره پیلیږي.

د ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ تاکنیزو منډو ترړو پوره ۵۸ ورځې دوام درلود.

ټاکنیزې سیالۍ په ټاکنو پروسې له پراته سیورې لاندې ډېرې سړې پیل شوې، خو د ټاکلې مودې وروستي کېدو ته په نږدیوالی یې یو دم زور واخیست او یو شمېر نوماندانو د هېواد په ډېرو برخو کې د خلکو ملاتړ خپلولو لپاره لویې ټاکنیزې غونډې وکړې.

خو په دې منځ کې ځينې نورو نوماندانو بیا په وړو ناستو بسنه وکړه او د ځينو نورو ټاکنیزې سیالۍ سړې او ان په نشت حساب وې یعنې له سره یې هېڅ کمپاین ونه کړ.

دغه ډله نوماندان وایي خلک یې له کمپاین پرته پېژني او رایه ورکوي.

نوماندانو په دې موده کې لویې ژمنې وکړې او له خلکو یې وغوښتل که باور پرې وکړې نو ډيرې ستونزې به یې حل کړي.

خو تر ډېره بیا د ټاکنیزو سیالیو فضا پر یو بل له نیوکو ډکه وه، په یو بل یې نیوکې وکړې او په تېرو کړنو یې سره وننګول.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایې په دې موده کې لسګونه شکایتونه ورسره ثبت شوي دي.

د دغه کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وایې: "د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د بېلابېلو ټاکنیزو ټيمونو لخوا ۹۰ شکایتونو ورسره ثبت شول، چې کمیسیون په خپل وخت ورته رسېدنه وکړه او له هغو کسانو سره چې ټاکنیزې تېروتنې یې کړې وي د قانون په چوکاټ کې چلند شوی دی."

له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل

په ټاکنیزو منډو ترړو کې لوی شکایتونه همدا وو چې واکمن نوماندان له دولتي امکاناتو استفاده کوي او دارنګه دولتي چارواکي یې په ملاتړ غونډو کې ګډون کوي او یا هم د هغوي په پلوي کار کوي.

په دې ترڅ کې د شکایتونو کمیسیون لخوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني له عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ له امله همدا راز د ولسمشرغني کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي نغدي جریمه او په ټاکنو کې له رایې ورکونې محروم کړل.

بل پلو خلک او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي ټاکنیزې منډې ترړې تر ډېره په لویو ښارونو ورټولې وې او حتی داسې ولایتونه او ولسوالۍ هم شته چې هلته خلک یوازې یو یا دوه نوماندان پېژني.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رییس یوسف رشید وایې سړې او په ښارونو متمرکزې ټاکنیزې سیالۍ به په انتخاباتو کې د خلکو په ګډون اغیز وکړي:

"ټاکنیزې سیالۍ تر ډېره ښارمحوره وي، نوماندان ونه توانېدل چې د هېواد ټولو خلکو ته خپل پروګرامونه ورسوي، داسې سیمې شته چې هلته خلک لا خبر نه لري چې ټاکنو ته څو نوماندان ولاړ دي، دا یو حالت کې به پرته له شکه د ټاکنو بهیر د خلکو د ګډون له مخې کم رنګه وي."

ناامني یو له هغه لاملونو بلل کیږي چې لرې پرتو سيمو او نا امنه ولايتونو ته یې د نوماندانو تگ محدود کړ خو ځينو نوماندانو بیا د تيلېفون او وېديو له لارې رايه ورکوونکي هڅول.

بل خوا بیا ټولو نوماندانو خواله رسنۍ د کمپاین لپاره لوی غنیمت ګڼلې وې، نوماندانو او پلویانو یې په خپله ګټه ترې اعظمي استفاده وکړ، خو په رسنیو کې اعلانونه بیا یوازې تر څلور نوماندانو محدود وو.

د ټاکنیزو سیالیو یو بله مهمه وسیله هم رسنۍ وې، نوماندانو په دې موده کې بیا له کورنیو او نړیوالو رسنيو سره مرکې درلودې، خو هغه څه چې خلک ډېر ورته په تمه وو هغه هم د نوماندانو ترمنځ مخامخ مناظرې چې ترسره نه شوې.

سره له دې چې ناامني د دې پروسې پر وړاندې اصلي خنډ وو خو بیا هم له دې امنیتي ننګونو سره سره ټاکنیزې سیالۍ د کومې لویې امنیتي پېښې شاهدې نه وې، یوازې په پروان او پکتیا کې په کمپایني غونډو یو ځانمرګی برید او څو راکټي بریدونه وشول.

بې ځوابه پوښتنه

په دې ترڅ کې هغه پوښتنه چې ځواب یې نه له ټاکنیزو کمیسیونو سره شته او نه یې هم ټاکنیز ټیمونه په اړه معلومات ورکوي د ټاکنیزو سیاليو مالي لګښتونه او د دې لګښتونو سرچینو مشخصول دي.

د ټاکنو قانون د ۷۷ مادې دوهمه فقره کې راغلي چې ټول نومادان باید د ټاکنیزو کمپاینونو مالي راپور ورکړي او مالي ملاتړي یې په ډاګه کړي خو د ټاکنو کمیسیون وایي هېڅ داسې مکانیزم نشته چې دوی پرې د نوماندانو لخوا لګول شوي لګښتونه مالوم کړي.

په دې ټاکنیزو سیالیو کې هر نوماند کولای شول چې ۴۴۲ میلیونه افغانۍ ولګوي شاوخوا پنځه نیم میلیونه ډالر کېږي له دې مخکې لس میلیونه افغانۍ وې چې دا ځل نژدې ۴۰۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی و.

اوس به نوماندان هيله من وي چې د چوپتیا په دوره کې به خلک د دوى پر ژمنو او تگلارو تر غور وروسته د شنبې په ورځ خپله رايه د دوى لپاره کاروي.