تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د وردګو هوايي برید کې اغېزمنو کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي"
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، پلټنو یې موندلې چې په میدان وردګو کې د تېرې یکشنبې په شپه په هوايي برید کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي وو. په دغه برید کې اوه کسان وژل شوي وو چې د کمېسیون په وینا، ټول د یوې کورنۍ غړي وو او له یوې مېلمستیا د ستنېدو پرمهال یې ګاډی په نښه شوی و.
د کمېسیون چارواکو د دغه برید د غندې سربېره پر حکومت غږ کړی چې دا پېښه وپلټي او په دې اړه له بهرنیو ځواکونو سپیناوی وغواړي.
دا برید د تېرې یکشنبې په شپه د وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې پر یوه موټر وشو.
د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر شکر الله مشکور بي بي سي ته وویل، اوس له څېړنو وروسته کمیسیون غواړي چې بهرنیو ځواکونه د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغواړي او د هغوی خپلوانو ته غرامت ته ورکړي.
نوموړي وویل، دا ډول بریدونه له نړیوالو ځواکونو د خلکو د کرکو لامل کېږي:
"د بشردوستانه د حقونو او مقرراتو له مخې، وګړو ته زیان اړول هېڅ ډول توجیه نه لري، دغه کمېسیون له نړیوالو ځواکونو غوړي چې نه یوازې د پېښې په اړه بښنه وغواړي بلکې قربانیانو ته په غرامت ورکولو سره ولس ته دا ډاډ ورکړي چې دا ډول پېښې به بیا نه تکرارېږي."
د تېرې دوشنبې په ورځ د میدان وردګو ځینو اوسېدونکو ددغه برید د عاملانو د مجازاتو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو په بریدونو او عملیاتو کې د پخوا پر تله ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې.
همدا تېره اونۍ صفر ۱ قطعې په جلال اباد کې د یوې کورنۍ څلور ځوانان ووژل.
خواله رسنۍ کاروونکو د قربانیانو عکسونه او یادګارونه لاس په لاس کړل او پراخ غبرګونونه وښودول شول. د قربانیانو کورنۍ خپل مړي د اعتراض په ډول د ننګرهار ولایت مقام ته مخ ته راوړي وو او د عدالت غوښتنه یې کوله.
وروسته د همدې پېښې له امله د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي له خپلې دندې استعفا وکړه.