تخار ولایت ته مرستندوی کمانډو ځواکونه واستول شول

د افغانستان شمال ختیځ ته تخار ولایت کې دولتي سرچینې مني چې د دې ولایت پر دریو ولسوالیو د طالبانو په برید کې ۱۸ پولیس وژل شوي او د چاه اب ولسوالۍ د مرکز ځینې برخې هم دې ډلې ته په لاس ورغلې دي.

د افغان امنیتی ځواکونو اعلامیه کې راغلي چې په چاه اب ولسوالۍ یې د طالبانو برید په شا کړی دی.

دوی وايي، کمانډو ځواکونه سیمې ته استول شوي او دمګړۍ دفاعي او امنیتي ځواکونه چاڼیز عملیات کوي.

دې اعلامیه کې زیاته شوې چې د لسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید کې د دې ډلې د سرې قطعې قومندان او ۲۸ نور وسلوال هم وژل شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا مشر وفي الله رحماني وايي، طالبانو تېره شپه پر چا اب ولسوالۍ برید وکړ او سهار یې د دې ولسوالۍ اداري ودانۍ او امنیه قومنداني نیولې او د ښار ډېره برخه یې ولکه کړې ده.

د ده په خبره په ښار کې سخته جګړه روانه ده.

ځینې سرچینې وايي، چې طالبانو د چاه اب ولسوال نیولی دی، خو ښاغلی رحماني وايي، لا هم پوره باوري نه دی چې دغه ولسوال له دوی سره بندي شوی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټوېټر کې ویلي چې چاه اب ولسوالي یې نیولې ده.

ځینې نور رپوټونه وايي، سهار طالبانو شاتګ کړی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي رحم الدین هم بي بي سي ته ویلي، وسله وال د سهار لمانځه مهال پر چاه اب بریدونه پیل کړل او په دې ښار کې سخته جګړه روانه ده.

دوی دا هم وايي چې د ولسوالۍ بازار کې یو ټال( د لرګیو پلورنځي) او څو دوکانونه سوځېدلي دي.

دی زیاتوي چې د جګړې له امله خلک خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

د سیمې یو دولتي سرچینې بي بي سي ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلی، طالبانو د ولسوالۍ مرکز ولکه کړی او د ولسوال په ګډون یې څو دولتي کارکوونکي او پولیس ژوندي نیولي.

د تخار د امنیې د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې د جګړو له امله د چاه اب ولسوالۍ ودانۍ سوځېدلې خو نه وايي چې طالبانو سوځولې.

دی وايي چې جګړه د ښار په منځ کې دوام لري. او مرستندوی ځواکونه سیمې ته ورغلي.

خو د طالبانو له لوري د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانیو نه تایید وي خو وايي چې شاوخوا ته یې سخته جګړه روانه ده.

تخار له تاجکستان سره پر پوله د افغانستان یو شمالي ولایت دی.

د تېر چنګاښ پر ۱۵ هم وسلوالو طالبانو د تخار د مرکز طالقان ښار او بهارک ولسوالۍ شاتګ وکړ.

دوی دا سیمې تر یوې میاشتې نیولې و او کله چې هوايي بریدونو سره مخ شول، نو شاتګ ته اړ شول.