طالبان: وروستۍ هوکړې ته نژدې شوي یو

په داسې حال کې چې دوحه کې سرچینو بي بي سي ته منلې ده افغان طالبان او امریکايی پلاوی د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي، دوحه د طالبانو د دفتر ویاند ویلي، په چارشنبه به هم له امریکايي پلاوي سره د هوکړې پر سر خبرې روانې وي چې په وینا یې ژر به افغانانو ته یو ښه زېری وړاندې کړي.

تېره ورځ سهیل شاهین په وروستي ټویټ کې ویلي وو، طالب پلاوی هڅه کوي چې د هوکړې وروستي ټکي نهايي کړي.

دواړوې خواوې اوس د هوکړي انګلیسي، پښتو او دري متنونه سره پرتله کوي چې نیمګړتیاوې او توپیرونه پکې ختم کړي.

وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بي بي سي ته ویلي وو، دی به د چارشنبې پر ورځ کابل ته روانېږي. تمه کېږي چې دی به له طالبانو سره د خپلمنځي هوکړې متن له افغان حکومت سره شریک کړي.

د نهم پړاو خبرو پیل کې، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې دي، د دواړو غاړو له خبرو معلومېده چې ګني دا ځل به په خپلو کې یوې وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږي.

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرو ته د لارې هوارېدو هیلې ډېرې شوې دي.

اټکل دی چې په دې خبرو کې به وسله وال طالبان د افغان حکومت له استازو او نورو افغانانو سره مخامخ کېنې او د افغانستان پر راتلونکي به سره خپلو منځو کې خبرې کوي.

وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند خبریالانو ته ویلي وو، که څه هم دوحه کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو په وینا یې افغان حکومت ته د دې خبرو له بهیره پوره خبر نه دی ورکړل شوی.

صدیق صدیقي وايي: "اوس هغوی په خبرو بوخت دی، کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، موږ وضعیت له نږدې څارو او باوري یو که ښاغلی خلیلزاد او ډله یې کومې پایلې ته رسېږي، د هوکړه لیک له اعلان مخکې افغان حکومت په رسمي ډول خبرول کېږي."

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو، چې تر ننه (چارشنبه، اګسټ ۲۸) پورې دوام لري.