تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې ۱۱ چاودنو د ماشومانو په ګډون ۱۳۱ کسان ټپیان کړي
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، خوګیانو ولسوالۍ او بټي کوټ ولوسوالۍ کې دوشنبه د اګست په نولسمه نېټه لږ تر لږه ۱۱ چاودونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۳۱ تنه ټپیان شوي دي. یوازې په جلال اباد ښار کې لس چاودنو ګڼ شمېر کسان ژوبل کړل.
د ننګرهار د روغتون چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د نننۍ پېښې څخه ۱۲۰ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې ۳۰ تنه په کې ماشومان دي او د شپږو تنو وضعیت نازک دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن په جلال اباد کې ۶ ماينونه هم خنثی شوي دي.
جلال اباد کې د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې د لمانځلو لپاره ځانګړي جشنونه نیول شوي وو. په دې ښار کې له څو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و خو له تدابیرو سره سره په دې ښار کې لس چاودنې شوې دي.
په لومړي سر کې د دې ښار امیر شهید بڼ ته نږدې دوه غبرګې چاودنې شوي چې لومړی هغه یې تلفات نه لرل او په دوېیمه چاودنه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
بل خوا د دې ولایت خوږيانو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې هم چاودنه شوې چې د قومندانۍ وياند مبارز اتل په وینا دوه کسان په کې ژول شوي.
ماښام اووه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په حفیظ کوډۍ سیمه کې هم پر هغو کسانو لاسي بم ور غورځول شوی چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه. امنیتي چارواکي وایي دې پېښه کې ۱۱ کسان ژوبل شوي.
او داسې ویل کېږي چې ورڅېرمه د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د خپلواکۍ د جشن په لمانځلو هم ګولۍ ویشتل شوې خو د مرګ ژوبلې جزییات یې نه شته.
له څو شېبو وروسته درېیمه چاودنه د دې ښار په څلورمه ناحیه کې عیدګاه جومات ته څېرمه شوې چې ۶ تنه یې ژوبل کړي دي.
تر لږ ځنډ وروسته مخابراتو څلورلارې ته څېرمه چاودنه وشوه چې ۲ تنه ټپیان یې روغتون ته وړل شوي دي. نور چاودنې پښتونستان واټ شاوخوا شوې.
وروستۍ پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې شوې چې د چارواکو په وینا څلوېښټ کسان پکې ټبپیان شوې دي.
دا بریدونه داسې حال کې کېږي چې د یکشنبې په شپه پلازمینه کابل کې هم د ودونو پر یوه تالار ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل شول.
د کابل د برید مسئولیت داعش ډلې ومانه.