'د ښوونځیو ماشومان باید رسمي غونډو کې د مېلمنو هرکلی ته ونه درول شي'

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي.

د دغې وزارت ویانده نوریه نزهت د دغې پرېکړې دلیل امنیتي ستونزې اوله درس څخه د زده کونکو پاتې کیدل ګڼي:

''په رسمي غونډو او د پوهنې وزیر په ګډون د چارواکو د هرکلي په مراسمو کې او دغه راز په ټاکنیزو کمپاینونو، لاریونونو او احتجاجي غونډو کې د ماشومانو ګډون په سختۍ سره ممنوع دی او لامل یې هم دا دی چې په دغسې غونډو کې د ګډون له کبله ماشومانو خپل درسونه پاتې کېږي او له خطر سره مخامخېږي. ''

نوموړې وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغه امر له پلي کولو سر غړونه وکړي.

له دې سره چې حکومتونو له دې وړاندې هم داسې پرېکړې کړي خو تر ډېره پلي شوي نه دي، لیدل کېږي چې په ډېرو غونډو کې دولتي چارواکو ان ولسمشر غني ته زده کونکي د ښه راغلاست په مراسمو کې درول کېږي.

په ۲۰۰۷ زیږدیز کال په بغلان کې په یوه خونړي برید کې د ولسي جرګې د شپږو غړو تر څنګ لسګونه زده کونکي چې د ښه راغلاست مراسمو ته ولاړ وو ووژل شول.

له هغې وروسته څو ځله د دې کار د مخنیوي ویل شوي، خو د پوهنې وزارت نوی فرمان ښکاره کوي چې دا کار تر اوسه عملی شوی نه دی او لا هم یوه جدي ستونزه ده.