تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل پوهنتون دروازې ته مخامخ چاودنې اته کسان وژلي
د افغانستان پلازمېنې کابل پولیس وايي، د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنه شوې. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته مخامخ شوې ده.
یاد وزارت وايي، چاودنه د کرولا موټر په مټ شوې ده، چې د یوه ترافیک په ګډون اته کسان پکې وژل شوي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ویلي، چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي، چې روغتونونو ته وړل شوي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤولیت نه دی منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، د کابل نننی برید پر دوی پورې تړاو نه لري.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، معلومات یې ښيي چې د کابل پوهنتون پر محصلینو نننی برید طالبانو کړی، په هره هغه حمله کې چې د دوی لخوا پلان شي او تلفات ملکي کسانو ته واوړي بیا دوی د هغې حملې مسؤولیت نه مني.
دا چاودنه داسې مهال شوې، چې نن کابل پوهنتون کې د قاضیانو د ستاج او طبي شورا ازموینه اخیستل کېده چې ټاکل شوې وه یوشمېر چارواکي د ازموینې پرانیستې ته ورشي.
کابو یوه میاشت وړاندې هم د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند نظامي پوهنتون دروازه کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.
د برید مسؤولیت "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر غاړه اخیستی و.
پلازمېنه کابل کې دا چاودنه داسې مهال شوې، چې تېره شپه په کندهار کې د امنییې قومندانۍ په وره کې موټربم چاودنه او بیا برید پیل شو، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شول.
د بریدګرو موخه د کندهار د پولیسو د نشه يي توکو مخنیوي څانګه وه.
وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی او یو شمېر په وسلو سمبال ځانمرګي د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي دي.