تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: طالبانو سره له سولې وروسته به هم ترهګرۍ ضد مبارزه روانه وي
امریکایۍ ورځپاڼې میلیټري ټایمز د افغانستان رپوټ ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي که له طالبانو سره سوله هم وشي نو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د غوڅې مبارزې لپاره د امریکا هڅې دوام ولري.
میلټري ټایمز لیکي د پنټاګون په تازه راپور کې ویل شوي که له طالبانو سره سوله هم وشي نو افغان دولت، امریکا او نور ملګري هېوادونه به د القاعده، داعش او نورو ورته ډلو له خوا له ګواښ سره مخامخ وي، نو ځکه اړینه بلل کیږي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره شته امکانات د یوې ټاکلې مودې لپاره وساتل شي.
د سعودۍ عرب ورځپاڼې عکاظ لیکلي ولیعهد محمد بن سلمان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې او سخت دریځۍ په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي افغان ولسمشر بن سلمان ته ټلفون کړی و او دواړو په دې خبرې وکړې چې څنګه کېدای شي له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د سخت دریځۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې همغږې کړي.
خو د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه راغلي چې په دې ټلفوني اړیکه کې د سولې، سیمه ییز اتصال کې د سعودي عرب ونډه او سعودي ته د افغانستان د تولیداتو د صادرولو په اړه خبرې شوې دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون لیکلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله څرګنده کړې چې واشنګټن ته د لومړي وزیر عمران خان راتلونکی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي.
قریشي چې په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه یوې غونډې ته وینا کوله ویلي تمه ده چې دا سفر د امریکا د اړ کولو/اجبار پر بنسټ ولاړه کړنلاره د همکارۍ پر پالیسۍ بدله شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي د افغانانو ترمنځ او په سیمه ییزه کچه خبرو کې امریکا د پاکستان مرکزي رول ستایلی دی.
هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په همدې تړاو یوه مطلب کې لیکلي راتلونکې اونۍ واشنګټڼ ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر داسې مهال تر سره کیږي چې د افغان سولې په چاره کې پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو لګولو حالت پای ته رسولی دی.
ډیلي ټایمز لیکلي د پاکستان د مخکني لومړي وزیر نواز شریف لور او د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مریم نواز اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به د خپل پلار چې اوس زندان کې دی، د ملاتړ لپاره لاریونونه پيل کړي.
هغې ویلي ددې لاریونونو موخه یوازې د نواز شریف ملاتړ نه ده بلکې غواړي په دې سره د قانون حاکمیت او بیان ازادۍ څخه ملاتړ په ډاګه کړي.
برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي ټیلي ګراف لیکلي په ویلز کې یو واټ د نړیوالو ریکارډونو په کتاب ګېنیس کې د نړۍ د ترټولو ډیر ځوړ واټ په توګه ثبت شو. ویل شوي چې دا واټ ۳۷ سلنه ځوړ دی، له دې وړاندې په نیوزیلنډ کې یو واټ د نړۍ د ترټولو ځوړ واټ په توګه ثبت شوی و.
دا واټ د ویلز په هارلیچ ښارګوټي کې دی، ددې ښار یوه تاریخپوه وروسته له دې د دې واټ د ثبتولو هڅه پیل کړه چې موټر یې پر همدې سړک درولی و، لاسي بریک یې هم کارولی و خو موټر یې مخ په ځوړ حرکت وکړ.