تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بهرنۍ سیلانۍ جنسي ځورونه؛ د واخان د ولسوال دنده ځنډول شوې
د بدخشان د واخان پر ولسوال د یوې بهرنۍ سیلانۍ د جنسي ځورونې له ادعا وروسته د دغه ولسوال دنده وځنډول شوه. د بدخشان والي ویاند وایي، د یوه ټاکل شوي پلاوي لخوا د دغو ادعاوو په اړه څیړنې روانې دي.
چارواکي وایي، یوې بهرنۍ سیلانۍ چې ظاهرا د استرالیا اوسیدونکې ده، یوه میاشت وړاندې د جنسي ځورونې په اړه شکایت ثبت کړی و.
د چارواکو په خبره دغې ښځې د اشکاشم پولیسو ته ویلي و چې له واخان نه د لیدو پر مهال د دغې ولسوالۍ ولسوال جنسي ځورولې وه. د چارواکو په خبره دغه قضیه کابل ۱۵ ورځې وړاندې د بدخشان چارواکو ته رسېدلې ده.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري بی بی سي سره په خبرو کې وایي، د اشکاشم پولیسو د شوي شکایت په اړه د والي دفتر خبر کړی و او اوس یو پلاوی د دغو ادعاوو پر څیړلو بوخت دی.
ویل کېږي دغه بهرنۍ سیلانۍ له افغانستان نه د تاجکستان د پولې له لارې وتلې ده. یوې بلې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، د واخان ولسوال دنده ځنډول شوې ده.
د بدخشان والي ویاند وایي، تراوسه د دغې قضیې جزئیات نه دي روښانه شوي او د څیړنو د اوږدیدو لامل دا ده چې واخان د بدخشان لرې پرته ولسوال ده.
بي بي سي هڅه وکړه چې د واخان د ولسوال نظر هم واخلي خو، د ورځې تر پایه یې مبایل ټیلفون بند و.
د واخان دهلیز د امو سیند ترڅنګ د لسو زرو کیلومټرو په مساحت سره د افغانستان او تاجکیستان د پولې ترمنځ موقعیت لري چې اشکاشم ولسوالۍ بیا د واخان د دهیلز دروازه ده.