م. م: افغانستان کې سږ کال پر روغتیايي کارمنانو بریدونه ډېر شوي

افغانستان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو په افغان حکومت غږ کړی چې روغتیايي سکتور ته ورپېښ ګواښونه وڅېړي او سرغړوونکي يې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

ملګري ملتونه وايي د روان زیږدیز کال د لومړۍ نیمايي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال پرتله په روغتیايي کارمنانو بریدونه ډېر شوي.

روغتیايي کارکونکو او روغتیاپالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو له اندېښنو ور ها خوا ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د دوی وضعیت پرتله کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي ادارې یا اوچا مشر ټوبي لېنزر وايي تېر کال ټول ټال ۷۶ روغتیايي کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې پداسې حال کې چې روان زیږدیز کال کې تر دې دمه ۷۷ کسان وژل شوي او ژوبلېدلي.

په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو ته په کتو ملګرو ملتونو دا هېواد مرګونی بللی او د جګړې په ښکېلو خواوو يي د روغتیا پالانو، د روغتیايي کارکوونکو او مرستندویانو سره د ټکر پر ځای د همکارۍ غوښتنه کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیاله مموزۍ زیور وايي د روغتیايي پرسونل او مرکزونو په نښه کولو او یا ورڅخه د جګړې موخې په توګه استفادې په دغه هېواد کې په روغتیايي خدماتو هم اغېز کړی چې ډېر زیان يي میندو او ماشومانو ته رسېږي.

وزارت وايي له تېر کال راهیسې سل روغتیايي مرکزونه هم د جګړو له امله ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغان حکومت غږ کړی چې روغتیايي سکتور ته ورپېښ ګواښونه وڅېړي او سرغړوونکي يې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

کندوز

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۲۰۱۵: پر دغه روغتون د اکتوبر پر درېمه د کندوز د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو لخوا هوايي بمبارې شوې وه، چې دوه ویشت کسان پکې وژل شوي وو.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندیږي چې همدا روانه اونۍ د میدان وردګو ولایت د دايمیرداد ولسوالۍ تنګي سیدان په روغتون کې د حکومت له لوري شپني عملیاتو روغتیاپالانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د میدان ودرګو والي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور روغتیايي کارکونکي وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي روغتيايي پرسونل او سکتور ته ان د حکومت لخوا هم د خونديتوب اړینه پاملرنه نشته او وخت نا وخت يې روغتیايي مرکزونه د مورچل په توګه کارول کېږي.