ورځپاڼې: افغانستان کې د برتانوي ځواکونو او داعش وسلوالو نښته

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي ایکسپرېس لیکلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې له داعش وسله والو سره شپږ ساعته جګړه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د دې ځانګړو ځواکونو شمیر اته تنه و او د داعش شاوخوا سل وسله والو پرې برید کړی و، خو دوی شپږ ساعته له دغې ډلې سره جګړه وکړه.

دا ورځپاڼه د برتانیا د پوځي سرچینو په حواله لیکي دا سرتیري وروسته له هغه له کمین سره مخامخ شول چې له افغان ځواکونو سره په ګډه د هغې کورنۍ سره د مرستې لپاره تللي وو چې د سړک غاړې ماین پرې چاویدلی و چې یو تن یې وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې وه.

سرچینو ویلي برتانيايي سرتیري د دې نجلۍ په درملنه بوخت و چې داعش وسله والو پرې برید وکړ. برتانیا په افغانستان کې شاوخوا زر سرتیري لري.

د دوحې ناسته

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په قطر کې د افغان سولې په تړاو د روانو خبرو په تړاو یوه مطلب کې لیکلي په لومړي ځل چې کله طالبانو پرون د یکشبنې په ورځ له افغان چارواکو سره په یوه ناسته کې برخه واخیسته نو د طالب ډلې استازي له داسې چا سره مخامخ شول چې د متحرک افغانستان استازولي کوي، هغه افغانستان چې اتلس کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګولو وروسته رامنځته شوی.

ورځپاڼه لیکي په دې کلونو کې په افغانستان کې د وینې تویېدنه او پرمختګ سره مل و او په قطر کې په روانو خبرو کې له دواړو خواوو داسې څوک راغلي چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي. په دې غونډه کې داسې څوک شته چې د کورنۍ غړي یې په ځانمرګو بریدونو کې له لاسه ورکړي دي.

دې لړ کې ورځپاڼه د افغان کابینې غړي عبد المتین بېک ته اشاره کوي چې پلار یې اته کاله وړاندې د جنازې پرمهال په ځانمرګي برید کې وژل شوی. ښاغلي بیک ورځپاڼې ته ویلي دا اسانه نه ده د داسې چا خواته کښېنم چې زما پلار یې وژلی خو روانه جګړه باید پای ته ورسول شي.

قطرۍ ورځپاڼې الرایة لیکلي امریکا ته د قطر د امیر تمیم بن حمد ال ثاني په اوسني سفر کې او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې چې سبا ترسره کیږي د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

ورځپاڼه لیکي د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ به د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا په اړه هم سلامشورې وشي.

قطر چې په سیمه کې د امریکا د تر ټولو لویې پوځي اډې کوربه هېواد دی له ایران سره هم ښه اړیکي لري.

ورځپاڼه لیکي له طالبانو سره د سولې خبرې د امریکا د ولسمشر لپاره ډیرې مهمې دي ځکه غواړي د همدې خبرو په پایله کې د یوه جوړجاړي له مخې په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړي.

قطرۍ ورځپاڼې الرایة له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شخړو د هواري په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له قوله لیکلي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د روانې غونډې هدف دا دی چې په پایله کې یې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي او سولې لپاره پر یوې لار نقشې هوکړه و کړي.

القحطاني ټینګار کړی چې اوربند اړین دی او اوربند د روغې جوړې او سیاسي پروسې یوه نه بېلیدونکې برخه ده.