تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو ته د ناټو مشوره؛ پر جګړه ټینګار مه کوئ
د ناټو تړون غړو هېوادونو په سیاسي لارو د افغان کړکېچ د هواري له پاره د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ. سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د وزیرانو غونډې ته وویل چې که څه هم ننګونې لا شته، خو په افغانستان کې سولې ته بېساری امکان جوړ شوی دی.
ښاغلي ستولتنبرګ چې په برسلز کې د ناټو په مرکز کې د غړو هېوادو د دفاع وزیرانو یوې غونډې ته غږېده، دغه راز له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کاله د مالي مرستو پخلی وکړ.
د ناټو سرمنشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې و تر سپټمبره له طالبانو سره د یوه تړون هیله لري، وویل:
"د سولې چانس ډېر شوی، خو هر څه به د خبرو په بهیر پورې اړه لري".
د ناټو سرمنشي طالبانو ته مشوره ورکړه چې په جګړه ټینګار ونه کړي ځکه چې ګټلی یې نه شي او د خپلې خبرې د پخلي له پاره یې د هغوی له ولکې نه په دې وروستیو کې د څو ولسوالیو وتل او د هغوی د زندانو ماتېدل د بېلګې په توګه یاد کړل.
سرمنشي ستولتنبرګ له دې سره جوخت، افغان حکومت ته د مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ چې دده په وینا به په جګړه او سوله کې د کابل دریځ پیاوړی کړي.
هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته په اشاره وویل چې افغانستان ته ننوتل او راوتل یې ټول د شرایطو له مخې کېږي، او دوی د وتلو پر تړون نه، بلکې د سولې پر تړون کار کوي.
د برسلز په غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون لري.