افغانستان کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، په دې هېواد کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي. په خبرپاڼه کې د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت له دفتره د چارشنبې په ورځ (جون ۲۶مه) یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا سرتېري د جون پر ۲۶مه وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دوی د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د وژل شویو سرتېرو نومونه نه شي په ډاګه کولی.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې، چې د وردګو سید اباد ولسوالۍ کې یې دوه امریکايي عسکر په یوه کمین کې وژلي.

د روان کال مارچ میاشتې وروستیو کې هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.

امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

دا دوه امریکايي سرتېري داسې مهال وژل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و چې په وینا یې هېواد یې هڅه کوي د راتلونکو افغان ولسمشریزو ټاکنو له پیلېدا مخکې له طالبانو سره د جوړجاړي یوه تړون ته ورسېږي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکایان دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، ددغو دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو ره، په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ کال له پیله د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی، خو د "ای کجولټیز" په نامه وېبپاڼې - چې په عراق او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو رپوټونه خپروي، د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۱۹ کال له پیله په افغانستان کې ۹ امریکايي سرتېري وژل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې افغانستان کې ۱۸۳۳ امریکايي سرتېري وژل شوي.