تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد: ټولې خواوې سولې بهیر کې چټک پرمختګ غواړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي له طالبانو سره به یې د خبرو بل پړاو د را روانې شنبې په ورځ پیل شي.
هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې ورته مالومه شوې، چې ټولې خواوې په دغه بهیر کې چټک پرمختګ غواړي.
دواړو خواوو وړاندې ویلي، چې په تېرو شپږو پړاوو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې د ډاډ په اړه پرمختګ شوی دی.
خو له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو پیلېدل او اوربند یا د تاوتریخوالي کمول هغه دوه ټکي دي، چې امریکا یې سم له واره غواړي خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې.
بل خوا، په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو جوړه شوې غونډه کې افغان سیاستوالو له دغه هېواده غوښتي، چې په دغه بهیر کې دې همکاري وکړي.
دا ناسته د دوو څېړنیزو ادارو په کوربه توب جوړه شوې وه، چې بېلابېلو مشرانو پکې د ویناوو پر مهال په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، هېواد یې پر افغانستان ستراتېژیک اغېز نه غواړي او ژمنه یې وکړه چې حکومت به یې د افغانستان په سوله کې تر خپله وسه، هر راز همکاري وکړي.
نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته وویل:
''موږ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او په دې هېواد کې سوله او خوښي غواړو. هیله مو دا ده چې داسې اړیکي خپلو کې سره جوړې کړو چې د یو بل په چارو کې په نه لاسوهنه او شریکو ګټو ولاړې وي .... په افغانستان کې د بې ثباتۍ تر ټولو ډېر زیان تر افغانستان وروسته پاکستان ته اوښتی. پاکستان کې هېڅوک په دې باور نه دي چې موږ باید په افغانستان کې ستراتیژیک نفوذ ولرو".
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷ تمه پاکستان سفر وکړي، پاکستان غواړي د ولسمشر غني له سفر مخکې د دې سفر په اړه د افغان سیاسیونو او مشرانو نظرونه له ځان سره ولري.