تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'کابل کې له خلکو سره تر ۸۰ زره میله ډېرې سپکې وسلې شته'
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د کابل پولیس وایي، دغه ښار کې له خلکو سره له اتیا زره میله ډېرې سپکې او نیمه درنې وسلې شته. د دوی په خبره، دې وسلو د پلازمېنې پر امنیت بد اغېز کړی او امنیتي ځواکونو یې ټولول پیل کړي دي.
د کابل امنیه قومندان وایي، په تېر کې مختلفو ادارو هم ځینې دا وسلې وېشلې او دوی یې مالومات لري. کابل کې تر ډېره هره ورځ جرمونه او پېښې ان کله کله د خلکو سر او مال له خطر سره مخ کوي.
د کابل سړکونو کې له سهار تر ماښام له وسلوالو ډک موټر تګ راتګ کوي چې ځینې دا وسلوال ان پوځي یونیفورم هم لري. اوس پولیس وایي دا بې قانونه وسلې ټولوي چې په مختلفو پلمو یې خلک ګرځوي.
د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل د قومندانۍ مرکز کې د جرایمو شنلو ناسته کې وویل، د وسلوالو یو شمېر هغه سرګروپونه یې نیولي چې ناامنۍ او شوکو کې یې لاس درلود.
''د بې شمېره وسلې ټولول مو پیل کړي، خو ښايي کابل کې له اتیا زره میله ډېره وسله وي، چې ډیټابېس لري، او وېشل شوې ده زموږ د راتګ شپږ- اوه میاشتې کېږي، تر اتیا زره میلو وسلې ټولول وخت غواړي موږ ته هم وخت را کړئ ، موږ وروستیو کې عبید ونیو، حسیب مو فراري کړ، ملا موسا تره خېل مو هم ونیو چې د ټرانسپورټ او هم ښاروالي پیسې یې اخیستې، څارنوالۍ ته مو وسپاره، اوس له کور را وتلی نه شي، هیله مې دا ده وخت را کړئ چې نور کارونه وکړو. ''
کابل کې داسې کسان کم نه دي چې وسله یا ساتونکي لري، دا ساتونکي له سوداګرو نیولې له پارلماني غړو او سیاسي ډلو سره بدرګه وي.
د ولسي جرګې یوه غړي له نوم پرته ومنله چې د پخوانۍ دورې له سلو ډېرو وکیلانو له حکومت ترلاسه کړې وسلې او مهمات بېرته نه دي سپارلي، خو دا ډول کسانو لا غبرګون نه دی ښودلی.
له نامسوولو کسانو سره د وسلې درلودل لږ تر لږه په څو پېښو کې لیدل شوي او هغه هم چې د کرېکټ یا فوټبال سیالیو کې افغانان بریالي شوي، په زرګونو خلکو وسلې ته لاس کړی او په یوه شېبه کې په زرګونو مرمۍ د ښار اسمان ته پورته شوې دي.
د کابل ښاریانو اصلي اندېښنه ناامني ده، هغه هم یواځې چاودنې نه بلکې جرمي ډلې او کوڅه ډب غله چې د ښار په ګوټ ګوټ کې د نورو جیبونو ته کمین نیولي ناست وي.