تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: پلټونکو عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ډېرېدو ته د ملګرو ملتونو استازي اندېښنه
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د سږ کال لومړیو دریو میاشتو ګې ۱۸۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې. تادامیچي یا ماموتو وايي، دا مرګ ژوبله د تېر کال له ورته مودې کمه ده، خو پلټونکو عملیاتو کې د ولسي تلفاتو ډېرېدو ته اندېښمن دی.
نوموړی د افغان جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
ښاغلي یاماموتو امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کولو کې وویل، افغانان د جګړې پای ته رسېدو سره ډېر څه ترلاسوي، خو دمګړۍ ډېر څه بایلي. د هغه په خبره، ولس وژل کېږي، ماشومان بې زدکړو کېږي او خلک له اقتصادي چارو بې برخې دي.
''د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې اتلس سوه افغانان وژل شوي یا ټپیان دي. که څه هم تر تېر کال کم دي، خو لا هم ډېر دي، دا چې د دولت ضد عناصر قصداً ولس په نښه کوي، نو باید وویام چې دا جنګي جرم دی او باید ودرول شي. په پلټونکو عملیاتو کې هم د ولسي مرګ ژوبلې زیاتېدو ته اندېښمن یم. ''
تادامیچي یا ماموتو دې عملیاتو کې د لا ډېرې روڼتیا او ځواب ویلو غوښتنه کوي.
د یوناما مشر زیاتوي چې پر ماشومانو د جنګ اغېز ډېری دی او په خبره یې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال تزمنځ پر ښوونځیو بریدونه ډېر شوي او د ډېرو مکتبونو په تړل کېدو سره نږدې پنځه لکه ماشومان بې زدکړو شوي دي.
د نوموړي په اند، د نوملیکنې او رایه ور کولو د مرکزونو په توګه د ښوونځو کارول د دې مرکزونو پرضد ګواښ لا ډېروي، ځکه پر وسلوالو ډلو غږ کوي چې د ټاکنو بهیر کې پر ښوونیزو او روغتیايي اسانتیاوو بریدونه ونه کړي.
نوموړی له ښکېلو اړخونو غواړي چې پر ماشومانو او ښوونه روزنه د جګړې د اغېز کمولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
امنیت شورا ته په دې رپوټ کې د ټاکنو او افغان سولې بهیر کې پرمختګ هغه نور څه و چې د یاماموتو لاسته ر اوړنې هم لري.