تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: د تخار خواجه غار ولسوالي مو له طالبانو بېرته نیولې
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو د تخار ولایت د خوجه غار ولسوالۍ کنټرول له طالب وسله والو بېرته په خپل لاس کې نیولی.
دې وزارت نن (غبرګولي ۲۳/ جون ۱۳) اعلامیه خپره کړې او پکې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په دې ولسوالۍ چاڼییز عملیات کړي او د ولسوالۍ ځینې سیمې چې د طالبانو لاس ته ورغلې وې، بېرته نیولي.
تېره ورځ طالبانو ددې ولسوالۍ په مرکز پراخه بریدونه وکړل.
دې وزارت ویلي د ولسوالۍ بېرته نیولو عملیاتو کې یې ۱۹' طالبان وژلي او ۱۲ نور ټپیان شوې دي'.
د وزارت په وینا په دې جګړه کې ددوی لاس ته ځینې وسلې او مهمات هم ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي و چې طالبان توانیدلي د ولسوالۍ مرکز ونیسي، خو د تخار د والي ویاند جواد جوهري ویلي و چې طالبان یې په شاه کړي او د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده. ده ویلي و چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي و.
طالبانو هم ویلي و چې د ولسوالۍ مرکز یې ولکه کړی و.
خواجه غار ولسوالۍ د جغرافیايي موقعیت له اړخه مهمه ولسوالي ده چې وار وار پرې طالبانو بریدونه کړي دي. تېر کال هم طالبانو په دې ولسوالۍ برید کې شاوخوا ۳۰ افغان امنیتي سرتیري وژلي وو.
په ۱۳۹۴ کال کې هم طالبان توانیدلي و چې دا ولسوالۍ ولکه کړي خو وروسته امنیتي ځواکونه بېرته له دوی ونیوله.