ورځپاڼې: امریکا د روسیې په مرسته له افغانستانه وتلی شي

امريکايۍ نېشنل انټرسټ مجلې د افغان سولې په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي چې امريکا کولى شي د روسيې په مرسته افغانستان پرېږدي.

مجله وايي امريکا او روسيه د نړۍ د خورا مهمو شخړو په مخالفو غاړو کې وي، ان دغه وينا به هم د ترينگلتيا د څرگندولو لپاره کمه وي.

د سوريې له جگړې نيولې د اوکرايين تر کورنۍ شخړې او بيا د وسلو په برخه کې د دوى خپلمنځۍ سيالۍ او ټاکنو کې د لاسوهنې له موضوع داسې برېښي چې د واشنگټن او مسکو ترمنځ پخلاينه تل لپاره ناشونې ده.

مجله وايي خو د افغانستان نه ختمېدونکې جگړې کې دا ځانګړتیا شته چې دغه دواړه سيالان سره نژدې کړي.

مجله وايي که څه هم په تاوتريخوالي ځپلې منځنۍ اسيا کې د امريکا او مسکو گټې سره اړخ نه لگوي خو د افغانستان په تړاو دا د دواړو دا موخه يقيني ده چې غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې دغه هېواد د ترهگرو په ډگر بدل نشي او دوى ته اوږدمهال لپاره گواښ نه وي.

د دغې خپرندويې په وينا دواړه پوهېږي چې د افغانانانو خپلمنځۍ خبرې د دغې موخې د ترلاسه کولو يوازينۍ لار ده.

مجله وايي د جگړې دوام نه يوازې په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانانو وينې وبهولې بلکې د القاعدې او داعش په څېر ډلو لپاره فرصت برابروي چې د افغانستان په سياست کې خپلې جرړې لا ژورې او پراخې کړي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په پاکستان کې د هوا د ککړتيا او د اغېزو په تړاو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي په دغه هېواد کې د گڼو ناروغيو او د هوا د ککړتيا ترمنځ نېغ په نېغه اړيکه شته.

ورځپاڼې په دې لړ کې د تنفسي، د زړه د ناروغيو، سرخوږى، د سترگو، پوزې او ستوني، ذهني فشار او ان د لړمون او نور بدنۍ ناروغيو يادونه کړې.

اېکسپرېس ټريبيون وايي تر ټولو جدي بېلگه دا ده چې په دغه هېواد کې خلک په زياتېدونکې سل يا توبرکلوز د ناروغۍ پر وړاندې زيانمن شوي دي.

گارډين ورځپاڼې سوډان کې د احتجاجونو او د واکمن پوځي شورا د مخالفينو له لوري د مدني نافرمانۍ اعلان په تړاو ليکلي سوډاني مشران په دې وروستيو ورځو کې له سخت نړيوال فشار سره مخ دي.

ورځپاڼې له سوډان د افريقايي ټولنې د غړيتوب بېرته اخيستو او له سوډاني احتجاجيانو سره د چلند له امله د لوېديځوالو نيوکو ته اشاره کړې.

ورځپاڼه وايي داسې برېښي چې ان سعودي عربستان او عربي اماراتو هم د واشنگټن مېشتو لوړ پوړو چارواکو له ټيليفوني تماسو وروسته سوډاني مشرانو سره خپل بې قيدو شرط ملاتړ کمزورى کړى.

ورځپاڼه وايي سوډاني مشران هيله کوي چې روان حالت ډېر دوام ونه کړي که نه دوى به يا جوړجاړي ته اړ کړي او يا سختو گامونو اخيستو ته چې ان نړيوال گوښه توب سره به يې مخ کړي.

گلف نيوز ورځپاڼه وايي دوبۍ کې پوليسو يوه مور وروسته له هغه ونيوله چې پر انلاين يا انټرنټ د سوال يا درويزې له لارې يې ٥٠ زره ډالر ترلاسه کړي و.

دغې ښځې د خپلو ماشومانو عکسونه پر فېسبوک، ټوېټر او انسټاگرام خپاره کړي و او له خلکو يې هغوى سره د مالي مرستې غوښتنه کړې وه.

ورځپاڼه وايي ډېر شمېر خلکو پيسې ورکړې وې. ويل شوي دا ښځه له يوۀ اروپايي هېواد ده خو پوليسو نه دي ويلي چې د کوم هېواد او يا څو کلنه ده.

ښځې پر خواله رسنيو د ماشومانو له انځورونو سره ليکلي و چې له خپل ميړه جلا شوې او د ماشومانو روزنې لپاره مرستې ته اړتيا لري.

خو پوليس وايي د ښځې پخواني ميړه د انټرنټي جرمونو څانگې سره تماس ونيوۀ او ثبوت يې وړاندې کړ چې ماشومان يې له دۀ سره ژوند کوي. پوليسو وروسته دا ښځه ونيوله.