تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: هغه طالب قومندان چې اروپا ته مزدورۍ پسې لاړ
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ننګرهار په خوږګیانو ولسوالۍ کې د یوه طالب قومندان د ژوند په اړه مطلب خپور کړی او لیکي دغه پنځه ویشت کلن طالب قومندان چې له ښوونځي فارغ شوی او د څلورو ماشومانو پلار و له طالبانو سره تر یوځای کېدو د مخه ضابط خان و خو له هغوی سره تر یوځای کېدو وروسته قومندان زرقاوي شو.
ورځپاڼه لیکي ښاغلی خان چې تېر کال په اګست میاشت کې په مرموز ډول ووژل شو د کورنۍ غړو او عزیزانو یې ورته ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې چې کله امریکايي ځواکونه له خوږګیانو ولسوالۍ ووتل او ځای یې افغان پوځیانو ونیوه هغه له جګړې لاس واخیست چې دا کار د طالب مشرانو د تمې پرخلاف و، ځکه نو هغه د کار په لټون اروپا ته روان شو او په همدې کال یونان ته ورسید.
د ضابط خان کورنۍ ویلي هغه درې کاله په یونان کې په یوه شخصي فارم کې کار وکړ. خو دا چې په ازاد ډول نه شو کرځیدلی او کور پسې خپه شوی و بیرته هېواد ته ستون شو او د طالبانو په لیکو کې بیا د قومندان په توګه د ۹۰ ډالرو معادل کلدارو میاشتنۍ تخواه په بدل کې ورګډ شو.
د ضابط خان د تره زوی ورځپاڼې ته ویلي هېواد ته له ستنیدو وروسته د هغه لیدلوری بدل و او کله چې به یې افغان پوځیان ونیول ډېر ځله به یې بیرته خوشي کړل او ویل به یې چې غواړي بیرته یونان ته لاړ شي خو په همدغه وخت کې په پترولي بم په یوه دوکان کې ووژل شو.
د ضابط خان پلار ویلي زوی یې ورته طالبانو له طالب مشرانو سره د اختلافاتو له امله وواژه.
یوه بل طالب قومندان هم ویلي چې د هغه وژنه ښايي د طالبانو کار وي او نښه یې دا ده چې کله یو طالب وژل کېږي نو کورنۍ ته یې د ۷۰۰ ډالرو معادلې پېسې ورکول کېږي خو د ضابط خان کورنۍ ته هېڅ نه دي ور کړل شوي.
نیویارک ټایمز په دې تړاو د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد غبرګون هم رااخیستي چې وايي ضابط خان طالبانو نه دی وژلی، په خوږګیاڼو کې داعش ډله هم فعاله ده او ښايي د هغه وژل د هغوی کار وي.
د افغانستان کرېس ګېل
حضرت الله ځاځی څنګه د ټینس بال نه د هارډ بال د یوه خطرناک توپوهونکي په توګه مطرح شو؟ دا د برتانوي ټیلګراف ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي حضرت الله ځاځی چې د افغانستان په کریس ګیل هم مشهور دی، یو مهال پر یوټیوب د کرېکټ لوبې او په ځانګړې توګه د کریس ګیل لوبې لیدلې خو تېر اکتوبر کې د خپل پوخ هوډ پر بنسټ وتوانید چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې د کریس ګیل د لوبډلې پرضد په یوه اور کې شپږ شپږیزې ووهي.
ښاغلي ځاځي له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي هڅه کوي چې د کریس ګیل هره لوبه وګوري او په وینا یې هماغسې شپږیزې وهي لکه ګیل یې چې وهي.
ورځپاڼه لیکي حضرت الله ځاځي په سختو شرایطو کې کرېکټ کړی، د بیلګې په توګه هغه ویلي کله کله به یې د مازدیګر له څلورو بجو نه د سهار تر اتو بجو پورې په مخابراتي شرکت کې څوکیداري کوله او له دندې نه چې به فارغ شو نو بیا به کرېکټ ته لاړ، هغه ته کرېکټ د تفریح کولو په مانا وه او کله کله به له کار نه تر فارغیدو وروسته مخامخ د لوبې ډګر ته لاړ.
حضرت الله ځاځي ویلي کومې اکاډمۍ ته نه دی تللی، پر ټنس بال یې لوبه کوله او په دې توګه د شپږیزې په سیالیو کې غوره شو.
ورځپاڼه لیکي چې حضرت الله ځاځي د شپږیزې په سیالیو کې او له هغه وروسته په نړیوالو لوبو کې خپله وړتیا وښوده او اوس د یوه خطرناک توپوهونکي او د افغانستان د کریس ګیل په نوم یادېږي.
پاکستانۍ ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه د هند او پاکستان د اړیکو په اړه په یو مطلب کې لیکي په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي او د بهرنیو چارو وزیرانو خپلو هندي سیالانو ته په بېلا بېلو لیکونو کې له ډیلي نه وغوښتل چې د خبرو میز ته دې ور سره ورشي.
ورځپاڼه لیکي پاکستاني چارواکو په خپلو استولو لیکونو کې په سیمه کې د سولې پر ټینګښت او د خبرو له لارې د ستونزو پر هوارولو ټینګار کړی دی.
ورځپاڼه د ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکي چې لومړي وزیر عمران خان د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د بیا بریالي کیدو له امله مبارکي ویلې او غوښتنه یې ترې کړې چې د کشمېر او نورو مسایلو په اړه باید اختلافات د خبرو له لارې له مینځه یووړل شي.
دغه راز عمران خان ویلي دوه اړخیز درناوی او مذاکرات په دواړو هېوادونو کې د بې وزلۍ او نورو ستونزو په له منځه وړولو کې مرسته کولی شي. ورځپاڼه لیکي ځینو سرچینو وړاندوینه کړې چې کېدای شي د هند او پاکستان لومړي وزیران د شانګهايي د همکاریو سازمان د غونډې په څنډو کې د جون په ۱۳ او ۱۴ نیټه په قرغزستان کې سره وګوري.